افغانستان

کرزی د المپیک لوبو کې د ګډون لپاره روسيې ته لاړ

نن ټکی آسیا: افغان ولسمشر حامد کرزی د ژمنيو المپيک لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون په موخه د روسيې ته ولاړ.
دا لوبې به نن د روسیې په سوچي ښار کې ترسره کېږي چې شاوخوا پنځلس ورځې به روانې وي او د کب په څلورمه نېټه به پای ته رسي.

په ارګ کې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ولسمشر حامد کرزى د خپل روسي سيال ولادمیر پوتین په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، نن سهار د روسيې پر لور وخوځېد.
خبرپاڼه ليکي، چې ولسمشر کرزى به د لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له مدوېدوف، د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون او د چين له ولسمشر، شي جين پېنګ سره هم وګوري.
په دغه سفر کې له نوموړي سره، د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني او د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم ملګري دي.
دا لومړى ځل دى، چې روسيه ددې لوبو کوربه ده.
د یادونې وړ ده ، چې له دې لوبو یوه ورځ وړاندې روسي چارواکو اعلان وکړ، چې د دې لوبو په حاشیه کې به د د ځینو هیوادونو له مشرانو سره د افغانستان په اړه هم خبرې-اترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx