د بېوزلې مور او یتیمې لور / رښتینې کیسه‎

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا: یوه یتیمه نجلۍ وه، له الله پاک نه را په دېخوا یې یوه مور درلوده، نور یې هیڅوک نه لاره، د تره له زوی سره یې نکاح وشوه، هغه زښت ظالم سړی و؛ تل به یې وهله، ځوروله او بد چلند به یې ور سره کاوه، یواځې هغه نه، بلکې ټولې کورنۍ یې ور سره تریخ چلند کاوه. هغې ته یې د یوې وینځې په سترګه کاته، شپه او ورځ به په کورنۍ دندو بوخته وه؛ خو له هغه سره به یې د کورنۍ د وګړو ښکنځل، سپکې سپورې، وهل او ټکول په ځان ګاله. په یادې بې وزلې به چې کله غم زور شو؛ نو به یې د مورکۍ کور ته پناه یووړه؛ د زړه درد او غم به یې یواځې د مورکۍ په غېږه کې کماوه.

مورکۍ ته به یې د هغوی له ظلم او تېري شکایت کاوه، بله چاره یې نه وه، بس دواړو به د اوښکو په باران خپل زړونه یخ کړل او بس. بیرته به بې سر پناه لور د مېړه کور ته روانه شوه، بې وسه مورکۍ به همدلته یواځې په خپله ورانه جونګړه کې پاتې شوه. نور وس یې نه و، یواځې په ژړا به یې د هغې درد سپکاوه…

لس کاله په هم دې توګه تېر شول، ورځ تر بلې پرې ظلم او کړاو زیاتېده تر دې چې نور یې مورکۍ له دي فاني دنیا نه د تلپاتي کور پر لور د تل له پاره کوچېده او خپله اروا یې د ارواګانو مالک ته سپارله. لورکۍ په رڼو اوښکو د مور حالت بدرګه کاوه؛ ورته یې کړه: – په داسې حال کې، چې هغه نور د تل له پاره ور سره موخه ښه کوې – مورې! یواځې مې مه پرېږده؛ زه به چاته د خپل ترخه ژوند کیسه کوم؛ د کړېدلي ژوند له امله به چاته د زړه بړاس وباسم.

هغې اوښلنې سترګې ور کږې کړې؛ په وچو شونډو یې په تت اواز ورته کړه؛ که زه له دې ورانې دنیاګۍ و کوچېدم او د ژوند شېبې دي ترخې شوې؛ نو زما دې ورانې جونګړې ته راځه، مسله (جای نماز) در خپروه، ستر څښتن ته په سجده پرېوزه، په ژړا ژړا وهغه (جل جلاله) ته له خپلو دردونو او ربړونو نه شکایت کوه او ورته له خپل ترخه ژونده حکایت کوه…

مورکۍ و خپل خالق (جل جلاله) ته خپله اروا وسپارله او د تل له پاره یې د بې وزلۍ جونګړه ورانه شوه. یوه اونۍ تېره شوه، بیا په یاده پتمنه دنیا را تنګه شوه، خپله مسله او له اوبو نه ډکه کوزه یې له ځان سره واخیسته، د خپلې مورکې له سپارښتنې سره سم د هغې د ورانې جونګړې په لور و خوځېده.. هره اونۍ یې همدا کار کاوه، هغلته به د الله پاک په عبادت، ذکر او فکر بوخته وه، ښه به یې وژړل؛ د کائناتو څښتن ته به یې لاسونه لپه کړل، بیرته به له موسکا سره مله د خپل کور پر لور وخوځېده.

څه مهال وروسته یې د مېړه کورنۍ په دې خوځښت وپوهېده، د هغې مېړه ته یې کړه: ستا ښځه خو اوس د خیانت ښکار شوې ده. هره اونۍ له کوره یوه کوزه اوبه وړي د خپلې مور کور ته ځي، له دېخوا له خفګانه سره مله له کوره ځې، له هغه پلوه به داسې حال کې را ستنېږې، چې په خوله یې مُسکا خوره وي، او تشه کوزه یې به لاس کې وي..

مېړه یې سور او شین سره اوړي؛ غواړي د هغې ټول کړه وړه وڅاري. تر هغې وړاندې یې ځان د هغې د مور و کور ته ورساوه، هغلته غلی په یو پټ ځای کې ورته کيناست، چې هغه یې نه شي لیدلی. هغه د تېر په څېر بیا له یادو څیزونو سره مله د مور کور ته ولاړه – دا مهال یې د مور له مړینې یوه میاشت تېره شوې ده – د تېر په څېر یې اودس تازه کړ، مسله یې خوره کړه، په لمانځه بوخته شوه؛ په سجده کې یې ستر څښتن ته د تړمو اوښکو په بدرګه د ژوند ټولې ترخې خاطرې بیان کړې، د کورنۍ له تاوجن چلنده یې ورته شکایت وکړ او خپل مېړه ته یې د هدایت او سړېتوب دعا وغوښته. ستر څښتن ته یې په لړزېدلې لهجه ویل: څښتنه! مېړه مې راته اصلاح کړه؛ ته پوهېږې، چې زه ور سره د زړه له تله مینه لرم؛ د ښکلا خالقه! ته مې په ټولو کړنو خبر یې، ما ور سره کوم خیانت او نامردي نه ده کړې او… په ژړا ژړا یې خپل درد او غم سپک کړ.

مېړه د هغې ټولې کړنې له نژدې څاري. د هغه پر مخ هم رڼې اوښکې را ماتې دي، د هغې له یاد حالت نه زښت اغېزمن شو. کله چې هغې لمونځ ادا کړ؛ ناڅاپه یې پر خپل مېړه سترګې ولګېدې؛ هغه پرې را ټول شو؛ د معذرت ځولۍ یې ورته وغوړوله؛ په ژړا ژړا یې ترې بښنه وغوښته. هغې هم ورته له ستر څښتنه دبښنې په پار لاسونه لپه کړل..

نن شپه همدلته پاتې شوو، خپل کور ته ستانه نشوو، کله چې ویده شوو، یو وګړی یې په خوب ولید، ورته یې کړه: پوره لسیزه (لس کاله) دي هغه چاته شکایت وکړ، چې تاته تر ټولو نژدې و؛ خو کومه ګټه یې درته و نه کړه، ستر څښتن (جل جلاله) ته دې یواځې یوه میاشت وژړل، هغه تر دې حالته را ویستې..

رښتیا ذو الجلاله! د څومره رحم او پیرزوینې څښتن یې!
ـــــــــــــ

له یادې کېسې نه هر څوک په اسانۍ سره پند او عبرت اخیستلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د