دروژې دمیاشتي ثوابونه اوبرکتونه

لیکوال

ليکوال: عبدالرحمن ذکي – محصل پوهنتون

بسم الله الرحمن الرحیم

رسول الله صلی الله عليه و آله و سلم فرمايلي چې : الله جل جلاله فرمایي : روژه زما ده ، او زه به په خپله روژه نيوونکي ته ثواب ورکوم.

او روژه ډال دی ( مسلمان له اُور څخه ساتي ) ، چې کله تاسو روژه یاست نو بيا بدې خبرې مه کوئ ، ( لکه ښکنځل ، او نورې بې ځایه او سپکې خبرې ) که روژه دار ته څوک ښکنځل وکړي ، يا جګړه ورسره کوي، نو ( دی دې ځواب نه ورکوي بلکه ) ورته وايي دې چې زه روژه یم . ( او غلی دې شي ) او په خدای قسم چې د روژه دار د خولې بوی الله جل جلاله ته د مشکو له ښکلي ) بوی څخه هم غوره دی ، د روژه نيوونکي لپاره دوه خوښۍ دي : يوه هغه وخت چې روژه ماته کړي ( نو خوښ شي ) بله بيا هغه وخت چې کله له الله جل جلاله سره مخامخ شي ( او هلته د خپلې روژې ثواب او ويني ) نو په روژه به خوښ شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي چې : غزا ته ځئ نو د خدای په ضمانت کې به ياست ، او روژه نيسي نو صحتمند به ياست ,او سفر کوئ نو غنيان به ياست.

له ح‍ذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې روژې ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري يعنې د خلکو لپاره نه ، بلکه د خدای لپاره روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي.

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې : جنت د کال له اول نه تر آخره پورې د روژې د راتللو لپاره ښايسته کېږي ، چې کله د روژې د مياشتې اوله شپه شي نو د عرش له لاندې نه يو باد را والوځي ، دې باد ته مُثِيْره وايي ، د دې له امله د جنت پاڼې پړکېږي،او د دروازو حلقې هم سره لګېږي چې له امله يې يو آواز اورېدل کېږي ، دومره ښايسته آواز چې د دې په څېر ښايسته آواز چا نه وي اورېدلی ، نو حورې را اوځي تر دې چې د جنت په برنډو کې ودرېږي ، او دا آواز کوي چې : څوک شته چې له خدای نه مونږه اوغواړي چې مونږ نکاح ورسره وکړو ؟ بيا دا ټولې حورې د جنت څارونکې ملايکې ته چې نوم يې رضوان دی غږ وکړي چې : ای رضوانه ! دا کومه شپه ده ؟ هغه ورته وايي چې دا د روژې د مياشتې اوله شپه ده ، د جنت دروازې د محمد د امت لپاره خلاصې کړی شوې .

الله تعالی فرمايي چې : ای رضوان ! د جنتونو دروازې خلاصې کړه ، ( او د دوزخ څارونکې ملايکې ته وايي چې نوم يې مالک دی ) ای مالک ! د دوزخ دروازې بندې کړه .

او ای جبريل ! ځمکې ته کوز شه ، او سرکشه شيطانان وتړه ، او ځنځيرونه پکې واچوه ، بيا يې په سمندر کې وغورځوه ، څو زما د ګران (محبوب) د امت روژه خرابه نکړي.

او فرمايي چې : او الله تعالی د روژې د مياشتې په هره شپه کې يو آواز کوونکي ته امر کوي چې درې وارې دا آواز وکړي چې : آيا کوم سوالګر شته چې زه يې ضرورت ورته پوره کړم ؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې زه يې توبه قبوله کړم ؟ آيا کوم مغفرت ( بخښنه ) غوښتونکی شته چې زه يې ګناهونه ورته وبخښم ؟ څوک قرض ورکوي داسې ذات ته چې غني دی فقير نه دی ؟ او داسې ذات ته چې وفا دار دی ظالم ندی ؟

او فرمايي چې : کله د ليلة القدر شپه شي نو الله جل جلاله جرئيل عليه السلام ته امر کوي ، هغه بيا د ملايکو له يوه لښکر سره ځمکې ته کوزېږي ، له دوی سره يو شين بيرغ وي ، هغه بيرغ د کعبې د پاسه ودروي ، د جبريل عليه السلام سل وزرونه دي ، دوه داسې وزرونه دي چې يواځې په دې شپه يې غوړوي چې له مشرقه تر مغربه پورې رسېږي ، جبريل عليه السلام ملايکې هڅوي هغوی بيا په هر ولاړ او ناست ، لمونځ کوونکي او ذکر کوونکي باندې سلامونه اچوي او لاس ورکوي ( يعنې مصافحه ، په لاس باندې روغبړ ورسره کوي ) او په دعاګانو باندې يې آمين وايي ، تر دې چې سهار کېږي ، چې کله سهار شي جبريل عليه السلام آواز وکړي چې : ای ملايکو ! ( بېرته ) روانېږو ، روانېږو ! هغوی ورته وايي چې ای جبريل ! زمونږ رب د احمد صلی الله عليه وسلم د امت حاجتونه سره څه وکړل ؟ هغه ورته واي : نن شپه الله تعالی ټولو ته د رحمت نظر وکړو.

يواځې څلور کسان يې ندي بخښلي : ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : مونږ اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دوی څوک دي ؟ هغه اوفرمايل چې : يو هغه سړی چې شراب څښي ، او د مور او پلار له لوري عاق شوی ، او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي پرې کړې وي ، او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو سره دښمني مشاحِنْ :هغه کس ته وايي چې : په زړه کې يې له اصحابو سره دښمني وي. ابن ثوبان فرمايي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت يې پريښي وي. او د رسول الله د امت په هکله بدې ارادې لري. يا د مسلمانانو وينې تويوي.

ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د روژې مياشت درته راغله دا مبارکه مياشت ده ، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې دی ، پدې مياشت کې ( د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره ) د اسمانونو دروازې خلاصېږي ، او د جهنم دروازې بندېږي ، او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي ، پدې مياشت کې د الله تعالی يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، څوک چې د دې شپې له خير څخه بې برخې شو ، هغه يقينًا بې برخې او محروم دی . او ( د الله تعالی له لوري څخه ) يو څوک آواز کوي چې : ای د خير پلټونکيه وړاندې شه ،ای د شر پلټونکيه ! بس کړه ، او الله تعالی ډېر خلک له جهنم څخه آزادوي او دا هره شپه وي.

عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې : روژه را نږدې شوه ، نو يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : تاسو ته د روژې مياشت راغله ، دا د برکت مياشت ده ، پدې مياشت کې الله جل جلاله تاسو ته خاص د رحمت نظر کوي نو رحمتونه را نازولي ، او ګناهونه بخښي ، او پدې مياشت کې دعا قبلوي ، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري ، او د ملايکو مخکې پر تاسو باندې فخر کوي ، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ ، ځکه هغه څوک بدبخته دی چې پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت څخه بې برخې پاتې شي .

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : د روژې د مياشتې په اوله شپه الله جل جلاله ټول اسلامي امت ته د رحمت نظر کوي ، او چاته چې الله جل جلاله د رحمت نظر وكړي – هغه ته بيا کله هم عذاب نه ورکوي ، او الله جل جلاله خپل جنت ته امر کوي چې ځان تيار کړه او ښايسته شه زما د بندګانو لپاره ، ځر ده چې هغوی به د دنيا له ستړيا وو څخه زما کور او پېرزوينې ته راشي او چې کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي نو ټولو ته به مغفرت وشي.

یو کس پوښتنه وکړه چې : دا د ليلة القدر شپه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې : نه ، ته نه ګورې چې کله کاريګر کار وکړي او فارغه شي نو پوره مزدوري ورکول کېږي . ( يعنې دا خو د روژې آخري شپه ده او مسلمانانو دا ټوله مياشت خواري کښلې ده ، نو د همدې تندې او لوږې په بدل کې به الله جل جلاله دوی بخښي او د ليلة القدر شپه خو بېله ده ).

رمضان هغه میاشت ده چې قرآن کريم ورپکښې نازل شوی چې دبشريت لپاره هدايت ده،او نورښکاره دلائل دهدايت ورپکې نغښتي دي ،نوکه له تاسوڅخه کوموکسانو درمضان المبارک مياشت وليده نوروژه کوي دي.

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : د روژې د مياشتې په اوله شپه الله جل جلاله ټول اسلامي امت ته د رحمت نظر کوي ، او چاته چې الله جل جلاله د رحمت نظر وكړي –

هغه ته بيا کله هم عذاب نه ورکوي ، او الله جل جلاله خپل جنت ته امر کوي چې ځان تيار کړه او ښايسته شه زما د بندګانو لپاره ، ځر ده چې هغوی به د دنيا له ستړيا ووڅخه زما کور او پېرزوينې ته راشي او چې کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي نو ټولو ته به بخښنه ( مغفرت ) وشي .

یو کس پوښتنه وکړه چې : دا د ليلة القدر شپه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې : نه ، ته نه ګورې چې کله کاريګر کار وکړي او فارغه شي نو پوره مزدوري ورکول کېږي . ( يعنې دا خو د روژې آخري شپه ده ، او مسلمانانو دا ټوله مياشت خواري کښلې ده ، نو د همدې تندې او لوږې په بدل کې به الله جل جلاله دوی بخښي ، او د ليلة القدر شپه خو بېله ده ).

د روژي څو ادبونه دي

اول – د سترګو ساتل چې په کومناروا څيز باندې ونه لګېږي ، تر دې چې عالمان وايې چې خپلې ښځې ته دې هم د شهوت په نظر نه ګوري نور خو لا لرې خبره ده ، همداسې په کوم بل بې ځايه ځای کې هم ونه لګېږي ( لکه تلوېزون او انټرنېټ ، ځکه چې په شريعت کې محض د انسان يا حيوان انځور ته کتل ګنا لري ، دا خو بيا ډېره ګنا ده چې د ښځې يا پردي سړي وي.

* رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : نظر د شيطان له غشو څخه يو غشی دی، څوک چې خپل نظر د الله له وېرې له حرامو څخه وساتي نو الله تعالی به هغه ته د ايمان داسې رڼا ( نُور ) ورکړي چې د هغې خوند به په زړه کې محسوسوي، د هر هغه شي کتل پدې کې داخل دي چې زړه له الله جل جلاله څخه بل لور ته اړوي .

دوهم – د ژبې ساتنه دروغ د دوه کسانو تر منځ خبرې غيبت سپکې خبرې او ښکنځلې دا ټول پکې راځي ، د بخاري شريف په روايت کې راغلي چې روژه د سړي لپاره ډال دی، له همدې امله روژه نيونکي ته پکار دي چې په ژبه کومه بده خبره ونکړي ، که څوک جګړه ورسره کوي ، نو دی دې ورته وايي چې زه روژه يم ، او که هغه مخامخ سړی يې ډېر بې عقل وي نو بيا دې خپل زړه ته اووايي چې زما خو روژه ده ، او هغه ته دې ځواب نه ورکوي.

درېم – د بدو خبرو له اورېدلو څخه د غوږونو ساتل ، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې دغيبت کوونکی او اورېدونکی دواړه په ګنا کې شريک دي .

څلورم ـ د روژه ماتي په وخت کې حلاله ډوډۍ هم دومره خوړل چې نس پرې ډک نشي ، ځکه چې په ډېرې ډوډۍ سره د روژې مقصد له منځه ځي ، دا دولس مياشتې مو په ماړه نس ډوډۍ خوړلې که دا يوه مياشت مو ونه خوړله نو څه به وشي ؟

خو زمونږ حال دادی چې په روژه کې دومره خوراک کوو چې په نورو ورځو کې يې نشو کولای ، علامه غزالي فرمايي چې : د روژې مقصد دادی چې د انسان شهوت او ابليس مات شي ،خو که يو څوک په روژه ماتي کې دومره ډوډۍ اوخوري چې د ورځې د لوږې له امله چې کوم شهوت مات شوی وو هغه بېرته قوي کړي نو هغه مقصد به تر لاسه نشي .

*او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : شيطان دانسان په بدن کې د وينې په څېر ګرځي ، د ده لارې دلوږې په سبب سره بندې کړئ ، د ټولو اندامونو مړېدل د نفس په لوږه پورې تړلي دي، چې نفس وږی وي نو ټول اندامونه ماړه وي او چې نفس موړ وي نو ټول اندامونه وږي وي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې الله تعالی ته د يوه لوښي ډکول هم دومره بد نه ښکاري لکه د نس ډکول، د انسان لپاره يو څو مړۍ (ګولې ) بس دي چې مَلا يې پرې سيده وي ، خو که بيا هم يو څوک ډېره خوري نو داسې دې وکړي چې د نس په درې برخو کې دې يوه برخه ډکه کړي يوه برخه دې د اوبو او بله د هوا ( سا ) لپاره پرېږدي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.