نړۍ

عمران خان: امریکا دې د مذاکراتو په خاطر د هوايي بریدونو د بندولو اعلان وکړي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر د پاکستاني طالبانو او حکومتي استازو ترمنځ د ګډې ناستې تر پای ته رسېدا یوه ورځ وروسته، نن له امریکا څخه وغوښتل چې د مذاکراتو په خاطر دې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه ودروي.
نوموړی وویل، که امریکا دا اقدام پورته کړي، نو دا به یو ستر مثبت ګام وي.

عمران خان چې نن یې له رسنیو سره خبرې کولې،زیاته کړه چې که امریکا د ډرون بریدونو د بندولو اعلان وکړي، نو د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات یوه لوري ته تللای شي.
د عمران خان په خبره که مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شي؛نو د طالبانو په خلاف پوځي عملیات هم پېلېدونکی دي، چې دا به د سولې لپاره یو سخت ګزار وي.
ده همداراز وېره وښوده چې د مذاکراتو د رسمي پیل سره جوخت ښایې، د مذاکراتو د پروسې شنډولو لپاره ښایې درې – څلور خونړۍ پېښي هم رامنځته شي. خو دا یې په ګوته نکړه، چې څوک به د مذاکراتو د اخلال لپاره خونړۍ  حملې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x