افغانستان

جلال اباد کې د نبوي سیرت سیالۍ ترسره شوه

نن ټکی آسیا: په جلال اباد ښار کې د دوو محلي رسنیو په نوښت د لومړي ځل لپاره د سپېڅلي نبوي سېرت سیالۍ،چې څه دپاسه ۴۰۰ تنو پکې ګډون کړی و؛ ترسره شوه.
د دې سیالۍ د دایرېدو چارې په ننګرهار کې د مینې په نوم راډيو او تابان تلوېزیون سمبالې کړي وې، چې موخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سېرت او اخلاقو په اړه د ننګرهاري ځوانانو خبرول ښودل شوي .

د سیالۍ د چمتو کوونکیو په وینا، هغو پنځو ګډونوالو ته به چې تر ټولو لوړې نومرې وګټې، په ترتیب سره لپ ټاپ کمپيوټر، بایسکلونه، موبایل او د کتاب جایزه ورکړي.
د سیالۍ  چمتو کوونکي ظاهر زیاتوي، چې د امتحان د پارچو ارزونه به په ننګرهار کې د اوو جيدو علماوو له خوا ترسره شي او يوه اونۍ وروسته به يې نتايج اعلان شي.
د سیالۍ کابو ټول ګډونوال چې شمېر یې له ۴۰۰ تنو اوښت او په ساړه ژمي کې په ډېره مینه او لېوالتیا سره حاضر شوي ول، زیات خوښ بریښېدل.
په دوی کې د ښوونځیو یو شمېر شاګردان هم شامل ول. له ازموینې ورکولو وروسته خوشحاله وو او هیله یې لرله، چې د ښو نومرو په وړلو سره د ګټونکیو د سر په کتار کې يې نومونه راشي او جایزې هم یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x