شمالي ولایتونو ته ولي د پښتنو د سفر مخنیوی کیږي ؟

نن ټکی اسيا-سرليکنه

له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې شمال ته د تلونکو پښتنو مسافرینو د مخنیوي او د پولیسو لخوا د هغوی د ځورونې رپوټونه ورکول کیږي.

د یادو رپوټونو په ترڅ کې دا هم ویل کیږي چې دا کار د کورنیو چارو وزارت په دستور په دې پلمه تر سره کیږي چې شمال ته تلونکي مسافرین طالبان دي او غواړي له دې لارې په شمالي ولایتونو کې له خپلو نورو ملګرو سره یوځای شي.

یاد کسان چې ډیری یې د جنوب لویدیځ زون هلمند، اروزګان اوکندهار ولایت اوسیدونکي دي شمالي ولایتونو په تیره بلخ ولایت
ته د کوکنارو د نیش وهلو لپاره د سیمي د ځایي خلګو لخوا ورغوښتل شوي دي.

له بده مرغه چې ګډ حکومت لکه د هیواد له نورو سلګونو دا ډول حساسو قضایاو سره چې یې بي پروايي غوره کړې د یادې موضوع په اړه هم بي پروا او تر اوسه یې د هغې د حل په اړه هیڅ واضح موقف نه دی نیولی.

په یادې موضوع کې څو ټکی د پام وړ دي:

که چیری د یاد کسانو په اړه د کورنیو چارو وزارت دا استدلال پرځای وي چې هغوی ریښتیا هم طالبان دي نو ولي بیا د هغوی مخنیوی په هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردک او کابل کې نه کیږي چې له خپلو ولایتونو څخه له نیږدي ۶۰۰ کیلو میتره واټن څخه تر کابل پوري رارسول کیږي او په پروان او یاهم د مزار شریف ښار ته په ورودي دروازو کې د طالب والي په تور د سورلۍ له موټرونو څخه راښکته کیږي ، توهنیږي او پیسې تري اخیستل کیږي؟

ایا له هلمنده تر کابله په یادو ولایتونو کې د داخله وزارت د کشف او څارنې چیک پوسټونه ( د تلاشۍ نقطې) نشته چې یاد کسان له ټولو همدي ولایتونو څخه په راتیریدوسره پروان ولایت ته ځان ورسوي؟

که چیري په همدي ټولو ولایتونو کې د کورنیو چارو تفتیشي نقطي وي هغوئ ولي د یادو مسافرینو په اړه دا اندیښنه نه لري کوم چې یې د پروان ولایت مربوط پولیس لري او هلته ورته مزاحمت جوړ وي؟

په نورې نړۍ کې حکومتونه خپلو ولسونو ته په ټولو معیشتي کارونو کې اسانتیاوې جوړوي او د هغوئ ستونزې هواروي خو له بده مرغه چې زمونږ په هیواد کې ولس ته ټولې ستونزې د حکومت له لوري جوړې شوې او بده لا دا چې حکومت مو خپله بقاء په همدې ستونزو جوړولو کې ویني.

تیر کال هم د پروان ولایت پولیسو یوزیات شمیر پښتانه مسافرین د طالبانو د ملاتړ په تور همداسې له موټرونو څخه را ښکته او تر ډیره پوري په توقیف کې وساتل.

چې د هغه په تعقیب په کندوز، غور او زابل کې یوشمیر د شمالي سیمو اوسیدونکي د وسله والو لخوا له موټرونو څخه ښکته او ترنامعلومې مودې پوري په بند کې وساتل شول.

اوس که بیا په پروان او نورو شمالي سیمو کې د پښتنو مسافرینود ځورونې دا لړۍ پیلیږي حتما به یې په پښتون میشته سیمو کې د شمالي ولایتونواوسیدونکي له ورته غبرګون سره مخ کیږي او په دې سره به په نورو سلګونو ستونزو سر بیره د هیواد د وروڼو قومنو ترمنځ د سمتي او ژبني جګړې ستونزه هم ور اضافه کیږي.

د امریکایانو له لوري د ملي وحدت په نوم د ګډ حکومت له جوړولو څخه اصلي موخه دا وه چې د افغانانو ترمنځ داخلي اختلافات تحریک او وروڼه قومونه یو د بل په مقابل کې ودروي.

لهذا د هیواد د وروڼو قومو نو مشرانو او مخه ورو ته په کار دی چې د دښمن دې سترې فتنې ته متوجه او پرينږدي چې د دغه ټول تخریبي کړنو په تر سره کولو سره د هغوئ ورورولي او ملي یوالي ته زیان ورسول شي.



یوه تبصره

  1. خدای مووشرموه شرمیدلیو لاسفوسیو نوکرانو تاسی بیا تسمی یاپه بله استلاتانگونه هم غواری ته اچولی یا ئ اچوی روز مره ژوند مو دصلیب په جیبانو گرزی راگرزی دافغانستان ملی اسلامی گدود جمهوری دولت

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.