افغانستان

شيخ عبدالله ذاکري شيخ الشهداء ونومول شو

نن ټکی اسيا: نن جمعه د خيبر پښتونخوا په شمشتو خالص بابا کيمپ کې د شيخ التفسير والحديث، مفتي اعظم مولوي عبدالله ذاکري رحمه الله فاتحه واخيستل شوه. په دغه تعزيتي غونډه کې ګڼ شمېر علماوو، سپين ږيرو، قومي مشرانو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو. مقررينو د مولانا عبدالله ذاکري رحمه پر ژوند او شخصيت خبرې وکړې او هغه يې د هر ميدان او هر سنګر سرلاری وباله. ويناوالو و ويل چې شيخ عبدالله ذاکري تل د باطل پر خلاف په خپل کلک عزم او قوي ايمان فتوا ورکړې او هيڅ کله يې په دې اړه د ډار او ويرې احساس ندی کړی. د غونډې ګډونوالو د شيخ رحمه الله له قوله و ويل چې، دوی ته يې په دې لڼده موده کې څو څو ځل ويلي وو چې، دی به د اسلام د ښمنانو لخوا شهيديږي، مګر  اسلام دا نه وايي چې که ويريدې، نو فتوا به نه ورکوې. شيخ عبدالله ذاکري رحمه د امريکايي يرغل پر خلاف په اوله کې هم فتوا ورکړې وه او اوس يې د امريکا د دايمي اډو پر خلاف د اتحاد علماء افغانستان په مشري يوه جامعه فتوا خپره کړې او ويلي يې دي چې په اسلامي خاوره کې د متجاوزو کفارو شتون چې هر نوم وي حرام دی. د شيخ عبدالله ذاکري زوی مفتي محمود ذاکري هم د غونډې په اخره کې له راغلو خلکو مننه وکړه او هوډ يې څرګند کړ چې، د خپل پلار پر پله به روان وي او زياته يې کړه چې تر څو يو کافر په اسلامي خاوره موجود وي، سوله او خبرې اترې ورسره ناروا دي او جهاد يې پر خلاف فرض عين دی. د جلسې ګډونوالو علماوو لخوا شيخ عبدالله ذاکري رحمه الله ته د خپلو علمي او جهاد خدمتونو په رڼا کې د شيخ الشهداء لقب ورکړای شو. غونډه د نوميالي عالم او جهادي شخصيت قاري محمود شاه صيب په دعاييه وينا پای ته ورسيده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو الخُبیب

سلام اواحترام
راپور دمرحوم شهید مولانا عبدالله ذاکري رح په ا ړه دی خو پورتني تصویر بیاپه کندهارکي ددولت پلوه دعلماوو شورای رئس مولوی عبدالله فیاض چي څوکاله مخکی مجاهدینو وویشتي اومړ سو دهغه دی هیله ده چي تصویر لري کړی اوشهید مولوي عبدالله ذاکری تصویر کښیږدی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x