
ټرمپ د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره یوه پالیسي جوړه وي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ غویی، ۱۳۹۶): د امریکا د نوي ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د امنیتي چارو سلاکار «مکمسټر» په سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته ویلي چې ټرمپ به د منځني ختیځ د سفر وروسته د پاکستان او افغانستان لپاره یوه پالیسي اعلان کړي.
ددې تر مخه ویل کیدل چې ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه وي، خو د امنیتي چارو سلاکار په لومړي ځل څرګنده کړه چې د ټرمپ په ستراتیژي کې به د افغانستان په ګډون پاکستان هم شامل وي.
ټرمپ ددې تر مخه د خپل کمپاین پر مهال د پاکستان ضد څرګندوني کړي او د پاکستان اتومي بم په اړه یې اندېښنې ښودلي. نوموړي ویلي وه چې امریکايي ځواکونه باید د افغانستان پر ځای پر پاکستان توجه زیاته کړي.
د امنیتي چارو سلاکار همداراز وویل چې د امریکا نوې اداره پر یوه وړاندیز باندي غور کوي چې له مخې به یې په زرګونو نورو ځواکونه افغانستان ته ولیږل شي.
د امریکا ادارې ته نیژدې چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ۳۰۰۰ او پنځه زره تر منځ به امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولیږل شي، په داسي وخت کې د ناټو غړيو هیوادونو هم د اضافي ځواکونو لیږلو لپاره امادګي ښودلې.