د منځني ختیځ خلک په روژه کې ۵۷.۶ ملیونه ساعته اضافي وخت پر فیسبوک تېره وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ غویی، ۱۳۹۶): د فیسبوک له لوري په تازه نشر شوې څېړنه کې ویل شوي چې د منځني ختیځ (عربي نړۍ) خلک د روژې په مبارکه میاشت کې ۵۷.۶ ملیونه ساعتونه اضافي پر فیسبوک تېره وي.

په عادي ورځو کې هم فیسبوک په دغه کونج د نړۍ کې ډېر شهرت لري خو د څېړنې سره سم په روژه کې خلک تر بل هر وخت زیات وخت پر فیسبوک باندي مصرفوي.

د فیسبوک څېړنه همداراز ښيي چې د منځني ختیځ د سهار پر درې بجې به پر فیسبوک باندي تر بل هر وخت زیات کسان پر لیکه وي.

باید وویل شي چې د عربي نړۍ اکثره غټې ډرامې په روژه میاشت کې ښودل کیږي او ټول کال د همدې میاشتي لپاره د کوچنۍ پردې ممثلین په تمثیل بوخت وي، په متحده عرب اماراتو کې تر اویا سلنې زیاتو خلکو څیړونکو ته ویلي چې د تلویزون د لیدو پر مهال یې خپل فیسبوک هم پر موبایل انلاین کړی وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.