نړۍ

په سعودي کې د ټرمپ سره د ملاقات لپاره د ۵۰ اسلامي هیوادونو استازیو ته بلنه ورکړل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ د رواني میاشتې پر ۲۱ نېټه سعودي ته سفر کوي، چې د سعودي پاچا ملک سلمان غواړي ورته د اسلامي نړۍ ولسمشران، لومړي وزیران او بانفوذه کسان را ټول کړي.

د شنونکو په نظر سعودي په دې کار سره ټرمپ ته په اسلامي نړۍ کې خپل زعامت څرګندول غواړي، چې له همدې وجي کیدای شي ځیني هیوادونه په لوړه کچه د ګډون څخه ډډه وکړي، خو سعودي د امریکا د ولسمشر په وړاندي د اسلامي نړۍ د مشرانو راټولول د نویو علاقاتو ښه پیل بولي چې د نړۍ په امنیت کې به مثبت رول ولوبوي.

ټرمپ ددې تر مخه اعلان کړی وو چې نوموړی به د ولسمشر په حیث لومړی سفر سعودي او بیا اسرائیلو او بیا فاتیکان ته کوي.

ویل کیږي چې د خليجي هیوادونو د ولسمشرانو تر څنګ به د منځني ختیځ، افریقا او آسیا د ځینو مسلمان هیوادونو ولسمشران د ټرمپ سره د لیدنې لپاره سعودي ته د مئي میاشتي پر ۲۰ نېټه لا ورسیږي.

د سعودي رسمي حکومتي اژانس د ملک سلمان له قوله ویلي چې امید لري د مئي میاشتي پر ۲۱ نېټه به د امریکا د ولسمشر سره د مسلماني نړۍ د مشرانو غونډه د دواړو اړخونو تر منځ د ښو اړیکو او تروریزم په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې کیدای شي په دغه غونډو کې د اسلامي نړۍ یو پوځ هم تشکیل شي چې د ناټو تر څنګ به د «تروریزم» پر ضد په جګړه کې عملي برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x