افغانستان

هلمند: بارانونو اووه تنه مړه او لسګونه کورونه يې نړولي

د هيواد په جنوب هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ کې سختو بارانونو په لسګونو کورنه نړولي او اووه يې مړه کړي دي. د ګرمسير ولسوال ايوب عمري وايي چې دغه پيښه د ګرمسير په ګرګک سيمه کې د پرلپسې بارانونو له امله رامنځته شوې ده. ايوبي زياتوي چې په دغه پيښه کې د ځاني زيان تر څنګ خلکو ته ډېر مالي زيانونه هم اوښتي، مالونه او پټي يې اوبو وړي دي.  بل پلو د هلمند ولايتي چارواکي وایي چې په مارجه او ناد علي ولسواليو کې هم بارانونو ۴۲ کورونه وران کړي دي. دهلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي چې سيمې ته يې مرستې ليږلي او يو پلاوی يې ټاکلی تر څو خلکو ته ور اوښتي زيانونه وڅېړي او د نورو مرستو لپاره نوم ليکنه وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x