جوزجان: ناڅرګندو الوتکو د داعش په سیمه کې وسلې غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې ناڅرګندو څلور ماشینه الوتکو د جوزجان په هغو سیمو کې بند صندوقونه غورځولي چې داعش ته منسوب وسلوالو تر ولکې لاندي دي.

دوی وايي چې دغو الوتکو د جوزجان په قوشتپه او درزاب کې، د فاریاب په بلچراغ او د سرپل په صیاد سیمو کې وسلې او صندوقونه له الوتکو څخه غورځولي دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د ماځیګر پر پنځه بجې یوې څلور ماشینه الوتکې دغه بند صندوقونه په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې غورځولي دي.

نوموړي د یادو ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ ښودلی.

بل خوا د جوزجان امنیه قومندان د الوتکې د شناخت او د صندوقونو د محتوا په اړه ناخبري ښودلې.

باید وویل شي چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو څخه یو قومندان جلا شوی او ځان یې پر داعش پوري تړلی دی.
طالبان او د سیمې چارواکې ادعا کوي چې امریکا او دولتي ادارې غواړي دطالبانو پر ضد دغه ډله تقویه او طالبان ورباندي کمزوري کړي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ننګرهار کې هم د ورته چلند خبر ورکړی وو او ویلي یې وه چې د داعش پر وړاندي د جګړې پر مهال د امریکایي الوتکو له لوري پر دوی سخته بمباري کېدله.



10 تبصرې

  1. محمد حذیفه

    ګوری مونږ له اوله ویلی دی له هغه ورځی چی دا ډله راوټوکیدله زه یی په اړه مشکوک وم ډیرو ورته خوشحالی کولی اما ما ورته ویلی چی ګوری خوشحالی مه کوی او ورته ومی ویلی چی ګوری ددی ډلی په مشری کښی داسی کسان دی چی مجهول الحاله او مجهول الهویته دی او داسی کسان دی چی په اسلام او جهاد کښی کومه ځلانده ماضی نه لری اما هغوی راته ویلی چی نه ته له وابیانو او خلفیانو سره بیځایه تعصب لری او په حنفی مذهب باندی په عمل کښی ډیر متشدد یی ما ورته وویل چی ګوری دا په تشدد او تعصب پوری اړه نه لری تاسی به که خدای کول ددوی آینده کړنی وګوری چی دوی څه کوی نو بیا به درته معلومه شی چی زه متعصب او متشدد وم او که می واقعیت ویلی اوس دا ده مونږ او تاسی ټول یی وینو چی دوی څه کوی هغه څه چی صرف او صرف د کفر د تقویی او د اسلام د تضعیف او مایوسی سبب ګرځی خو إن شاء الله چی اسلام به هیڅ وخت نه تضعفیږی او د واقعی اسلام د تقویی وعده الله پاک په خپل کتاب کښی کړی چی برلاسی به وی او ددی داعشی ګمراهانو او کفارو کړنی به یی په ضد د یوی خاشی په اندازه هم ورته ضرر ونه رسوی په شمال کی میشت ټول وروڼه قومونه او ټبرونه دی پدی پوه شی چی که دوی له داعش سره همکاری کوی او د فعالیت زمینه ورته برابروی نو ددوی وضعیت به هم د سوریی په شان د یو پیچلی ، خطرناک او نا معلوم وضعیت په لوری ځی چی له هری خوا به بمباریږی ، ټکول کیږی او له خپلو مینو او کورونو نه به په کراتو او مراتو ویستلو ته اړ او پدی رقابتی جنګ په مینځ د روس او امریکا کښی به اکثره دوی(یعنی د افغانستان خلک) ځپل کیږی او ترټولو زیاته فایده به یی امریکا وړی. اول خو زه په شمال کښی له داعشیانو سره د خلکو د یوځای کیدلو په اړه مشکوک یم چی دا کسان واقعا او مخلصانه له داعشیانو سره یوځای شوی او که هسی کومه استخباراتی لوبه روانه ده ځکه چی دا کسان چی اکثره اوس دلته په افغانستان کښی له داعش سره یوځای کیږی ددوی په اړه دداعش رهبری هیڅ صحیح او دقیق معلومات نه لری چی دا څه ډول خلک دی صرف ددی لپاره چی له دوی سره بیعت کوی نو هغوی یی هم زرګونه کیلومتره لیری بیعتونه قبلوی چی صرف همدغه مورد ددی ډلی په ګمراهی او انتهایی جهالت بسنه کوی او ددوی نه آګاهی داوس زمانی له پیچیلو استخباراتی لوبو نه ښیی او یا دا چی آګاه دی او په لوی لاس دا کار کوی او دوی هم ددی استخباراتی لوبی یوه کړی ده والله اعلم په شمال کښی میشت ټبرونه او قومونه باید پدی پوه شی چی داعشیانو په خپل اصلی مرکز سوریه او عراق کښی چی هلته یی خپل خلافت اعلان کړ څه توره وکړه چی دلته به یی وکړی دوی باید په یاد ولری چی سوریه کښی چی اسلامی انقلاب کامیاب نشو نو دهغی وجه هم خاص او خاص داعش و چی د نصیریی ظالم او جابر نظام په ځای یی د سوریی په انقلابی ډلو د صحواتو او نورو ډیرو ناراوو نومونو په اساس جنګ او جګړه شروع کړه او له نظام سره د جګړی او دهغه د ختمولو په ځای یی د انقلابی ډلو په مینځ کښی د جنګ او جګړی اور بل کړی او تر اوسه یی دی کار ته ادامه ورکړی تاسی وګوری هغه ابو محمد جولانی چی داعشیان ورته په سوریه کښی د مرتد او ډیروو نورو ناراوو نومونو خطاب کوی په هغه باندی امریکا دا څو ورځی مخکی لس میلیونه ډالره انعام چی ددوی د مشر بغلاوی نه هم لوړ انعام ده کیښود آیا صرف همدغه مورد ددی ډلی په ګمراهی بسنه نه کوی چی مونږ ووایو چی دا ډله ګمراه ده اوس که څوک ددی با وجود هم نه پوهیږی نو نور دی الله پوه کړی. وسلام

  2. ته اسلامی خلافت ته گمراهان وايي اودامريكاء خللك يي بولي نواحمقه فه داموصل كي تي شپه اوورزبمبارفرخلافت اسلامي كيزي داته نه ويني فه اصل كي ته له دينه اوشتي
    ني فه زان نه پوهيژی

      • اسلام علیکم محترم ناپیژانده ته هم لکه چی دامریکا غلام یی داعش دامریکا دلاس آله دی ده اسلام دبدنامولو لپاره الله دی کافران اوخوارج تباه کره لعنت په داعش

    • خلافت نہ خارجی فتنہ, پہ علماوء بریدونہ خلک بے گناہ ذبح کول داکوم خلافت دے,اصل خلافت دپارہ کوشش دادطالب دے , چہ دافراط اوتفریط نہ خالی دے

    • محمد حذیفه

      او بدبخته لوده لکه څنګه چی دی پخپل ځان باندی نوم ناپیژنده ایښی همداسی دی دا خوارجی خلافت هم چی ته ترینه دفاع کوی د ناپیژانده او عجیب او غریب کسانو نه جوړ ده ستا دا نوم او دا خلافت ډیر ښه سره لګیږی ستا د موهومی او خیالی خلافت جنګ په موصل کښی د موږک او پیشو جنګ ده هلته په جنګ کښی یو امریکایی هم نشته او نه په جنګ کښی برخه اخلی کله کله هغه هم صرف او صرف د ډری وهلو په خاطر بمبار کوی جنګ هلته ټول کردی او شیعه ملیشی مخته وړی او هلته امریکا د جنګ پدی دواړو خواو خپلی ساعتیری کوی دداعش عمر په لوی لاس اوږدوی ترڅو خپله سیاسی ګټه ترینه پورته کړی او خپلو اهدافو ته په ځان ورسوی ځکه د همدی لپاره یی ورته د مینځ ته راتګ زمینه سازی کړی وه لږ را ویښ شه او له عقل نه کار واخله ولی دلته په افغانستان کښی ګوره عملا هر چیری په جنګ کښی برخه اخلی او شپنی چاپی او عملیات کوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کښی یی په حساسو مناطقو کښی په زرګونه عسکر شته که داسی نه وی نو دا امنیتی تړون یی له خپلو ګوډاګیانو سره ولی امضا کړ هغه خو څه مسخره بازی نه وه کنه، دا اوس د غربی نړی د ځینو رسنیو د راپور په اساس څلویښت زره بهرنی عسکر په افغانستان کښی میشت دی دا چی په ځینو رسنیو کښی ویل کیږی چی اته او پنځلس زره دی دا ټول دروغ دی فرق یی له اوسنی میشتدا او پخوانی سره صرف پدی کښی ده چی پخوا یی دافغانستان په هر نقطه او هرځای کښی بیسونه درلودل اما اوس یی دا ټول خوندی ځایو ته نقل کړی او دجنګ لپاره یی خپل داخلی اجیران رامخته کړی او اوس دا ده آوازه ده چی پنځوس زره نور را روان دی ولی په عراق کښی ددی دریمه حصه امریکایی عسکر هم اوس نشته او ناټو خو لا له ډیر پخوا نه له عراق نه وتلی ده نو اوس ته او انصاف، او بدبخته لوده ته ماته دا ووایه چی دا اوس چی په افغانستان کښی هم داعش حملی کوی او هم طالبان نو د کومو د حملو لپاره غربی میډیا زیات تبلیغات کوی او حمله یی غټه ښیی دداعش که د طالبانو داعش چی په ډیره خواری یوه ګوډه او ماته حمله کوی او مسولیت یی په غاړه اخلی نو اول خو غربی میډیا تلفاتو ته ګوری که تلفات واقعا هم ډیر و نو هماغه دقیقا نشروی او که کم و نو ډیروی چی ښه مثال یی هم دا اوس د طالبانو په کندهار او دداعشیانو په ننګرهار کښی حمله ده چی کله یی داعش مسولیت په غاړه واخیست نو څنګه غربی میډیا ورته تلفات په بیساری ډول له کمو نه ډیرو ته زیات کړل اما د کندهار حمله چی مسولیت یی طالبانو په غاړه واخیست نو څه وویل : وایی د کندهار د پرون شپی په حمله کښی صرف یو ملکی کس ووژل شو او نور ټپیان شول هههههه افسوس دی وی ستا په حال ته ما ته دا ووایه چی داداعشیان چی د طالبانو اسلامی امارت ته امارت الوثنیه وایی او د القاعده جهادی تنظیم ته قاعده الجهاد الیهودیه وایی ددوی د کفر او ارتداد فتواوی د واهیاتو او هوا هوس په اساس صادروی په هغه څه یی د کفر او ارتداد فتوا راباسی چی هماغه څه بیرته په دوی تطبیقیږی مثلا وایی چی طالبان له قطر او نورو عربی ممالکو سره ولی په رابطه کښی دی هغوی خو طاغوتیان دی او له طاغوت سره رابطه ساتونکی د طاغوت په شان ده اما ددی کمعقلو دیته پام نشته چی تر پرونه چی ددوی مشر بغلاوی د طاغوت صدام مرید و نو هغه څنګه و پداسی حال کښی چی دی په هغه وخت کښی ددوی په خپله خبره شرعی عالم هم و نو د خپل د مشر هغی رابطی ته څنګه توجیه وړاندی کوی بل دا چی د عربی او عجمی ممالکو مشران خو اوس طاغوتیان نه دی دا خو له هغه وخت طاغوتیان دی چی د القاعده ډلی مشران د ابومصعب الزرقاوی په شمول ددوی له لاسه دلته افغانستان ته را تښتیدلی و نو په هغه وخت کښی خو هم طالبانو له دوی سره دیپلوماتیک روابط درلودل نو په هغه وخت کښی دهغه ابومصعب الزرقاوی چی دوی یی اوس خپل مشر ګڼی ولی دهغو طالبانو ته څه نه ویلی او ولی یی بیعیت ورسره کړی و او د حاکمیت لاندی یی ژوند کاوه او ستاینی یی کولی دیته دوی څنګه توجیه وړاندی کوی هغه شرعی دلیل به یی زه اوس نه وایم صرف د همدی عقلی دلیل ځواب دی راکړی په همدی ډول ستا دا خرافاتیان د نورو ډیرو واقعی مجاهدینو لکه ابو محمد الجولانی د کفر او ارتداد فتوا په ډیرو واهی او پوچو دلایلو صادروی نو دا ښه کار کوی دا هم را ته ووایه چی اوس پدی کښی پړ او ناپړ څوک ده چا د چا په مقابل کښی اول د کفر په نفع جنګ او جګړی ته لاس واچوه او فتنه ته یی لمن ووهله نو اوس ته ووایه چی ددوی ددی ټولو کړنو ګټه مستقیما او غیر مستقیما امریکا ته رسیږی او کنه ؟ اګر چی ما نه غوښتل چی ستا د لوده پدی عبثیاتو او اوتو بوتو تبصره ولیکم او خپل وخت ضایع کړم اما ددی لپاره چی ځینو لوستونکو ته واقعیت روښانه شی نواړ شوم چی ستا بدبخته ځواب ولیکم او دا نور په تا او ستا په شان کسانو پوری اړه لری چی پخپل باطل اصرار کوی او که د حق و خوا ته رجوع راکوی . تم بحمدالله وعونه وسلام علی من اتبع الهدی

    • چا وېل چې لار ورکي دي، د امریکایانو پر لاره روان دي کنه

      ددې ډلې په رهبری کې هغه زندانیان قرار لري چې له امریکایانو سره د پروتوکول له مخې ازاد شوي دي. نظامي لوجستیکي او میډیا یې د سي آی ای له بودیجې څخه تمویل کیژي، بمبار پرې دفاع وزارت کوي البته د سي ای اې په کوردیناتو، هدف یې د سني مسلمانانو ځپل او له شیعه ایران سره په جوال کې اچول دي.

      زمونږ په هیواد کې یې مثالونه سیاف، داکتر غیرت بهیر او انجنیر ګلبدین حکمتیار دی!

  3. په دى کى خوشک نسته چى په افغانستان کى دحق او باطل جګړه روانه ده
    داچى اشغالګرو امريکايانو او دهغومتحدينو په افغانستان کى دحق په وړاندى په هرډګرکى ماتي خوړلى ده اوس خارجيانو ته جوته شوى ده چى مونږپه افغانستان کى له حق څخه داجګړه نه شوګټلاي له داعش دنامه څخه په استفادې امريكايان غواړه هغه افغانان چى داشپاړس کاله يي دامريکايانو او دهغودمتحدينو ترچترال لاندى پرمظلوم افغانانو ظلمونه کول امريكايان داسى کسان اوس دداعش ليکوته راجلبوى ترڅوپه افغانستان کى داشغال لمن اوږده شى اوهغه افغانانو ته دظلم واګى په لاس ورکړى کوموچى داشپاړس کاله پرمظلوموافغانانوظلمونه کول اوس دمريكايانو دا وروستۍ هيله ده چى دداعش له نامه څخه دا استفاده کوى نوخود به دداعش ترواک لاندى ځمکوباندى امريكايان نظامى توکى غورځوى
    هغه عقيدوى داعش په افغانستان کى نسته کوم چى داسلام څخه خوارج دى
    دهغوله نامه څخه صرف استفاده ده چى نن يي امريکايان په افغانستان کى کوى

  4. شمال کی د داعش ملیشو نوم هله شهرت پیدا کړو او کیدی شی عملی بڼه کی اوس شتون هم ولری چه د کابل د غلامی ، او فاسدی اداری سره د حزب د تش په نامه سولی خبری ګرمی شوی د سولی خبری نه بلکه حزب ته لکه د اربکی ملیشو په شان د داعشی ملیشو مشری وسپارل شوه ، د اربکی ملیشو وخت کی هغوی په سپنی او ګلبدین په تور لست او اوس داعشی ملیشی په تور او ګلبدین په سپین لست کی دی د هغوی د استخدام او روزنی د پاره د شهرکونو په نامه د اشغالګرو پخوانی خالی بیسونه بیا جوړ او واک کی ورکړی شول ، حزب په شمال کی ډیر نفوذ درلود رشتونی مجاهدین یی د امارت سره ملګری مګر د ګلبدین په شان ماده پرستانو ته یی د داعشیانو نوم ورکړو او په شمال کی ورته روسان نه بلکه د کابل اداره د نزدی ولایتو څخه وسلی او مهمات وړی ، داسی یی وانمود کوی چه ګوندی روسان یا ایران د طالبانو سره مرسته کوی یعنی په یوه غشی دوه نښی په نښه کوی ، چه هم حزبی داعشیان پیاوړی او هم طالبان بدنام کړی .

  5. نا پیژانده سمه او حقه یوه کوچنی مګر لکه ملغلره معنی لری ، تاسی د داعشیانو عمل ته هر چیری وګوری د دی شاهدی وایی چه داعشیان څوک ، د چا له خوا د څه د پاره زیږول شوی او کارول کیږی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.