نړۍ

مولانا عبدالعزيز: حکومت د قانون په رڼا کې مذاکرات غواړي، طالبان يې نه مني

د اسلام اباد سور جومات خطيب او د طالبانو لخوا د مذاکراتو د کميټې غړي مولانا عبدالعزيز ويلي چې د پاکستان حکومت د اساسي قانون تر سيوري لاندې مذاکرات غواړي او طالبان دا نه مني. مولانا له حکومتي کميټې په دې ګيله من دی چې، حکومتي کميټه غواړي مذاکرات د اساسي قانون په دايره کې وشي، چې دا شرط د مذاکراتو په مخکې خنډ دی. مولانا زياتوي چې مذاکرات بايد د قران او سنت په رڼا کې وشي، نه د اساسي قانون په رڼا کې. مولانا و ويل چې زموږ آيين کې ډېر غير اسلامي بندونه شته چې بايد لرې شي او اوس که څوک و وايي چې دا قانون بايد اسلامي شي، نو زموږ مقننه په اسلام نه پوهيږي. مولانا و ويل چې موږ څو څو ځل ويلي چې د پاکستان له قانونه دې غير اسلامي بندونه لرې کړای شي، مګر دا خبره څوک نه اوري او وخت پر وخت ترې اسلامي قوانين ويستل کيږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x