افغانستان

د کندز په وروستیو جګړو کې څلور زره کسان کډوالۍ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د کډوالو د چارو وزارت وايي چې له تېرو دوه اونیو په جګړو کې د کندز څلور زره کسان له خپلو کورونو او سیمو څخه کډوالۍ ته اړ شوي دي، چې اکثریت یې د قلعه زال ولسوالۍ دی کومه چې څو ورځي وړاندي طالبان تر خپل واک لاندي راوستلې وه، خو دولتي ځواکونو نن یو ځل بیا ددغه ولسوالۍ د دولتي ودانیو د بیا نیولو خبر ورکړی.

د کډوالو چارو وزارت ویلي چې دوی د نړیوالو سازمانونو او موسسو په مرسته هلته ابتدائي شمېرنې او ارزونې کړي دي او د یو شمېر بېځایه شویو کورنیو سره یې مرستې هم کړي دي خو لا ډېر نور کار او کومک ته اړتیا ده.

باید وویل شي چې د بدخشان ولایت په هغو سیمو کې چې جګړو زور اخیستی، هلته هم په زرګونو خلک بې کوره شوي دي.

د دولتي سرچینو په حواله د میلادي کال ۲۰۱۷ له پيل څخه تر اوسه د جګړو له امله ۴۸ زره خلک په هیواد کې له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي چې د تېرو کلونو په پرتله خورا زیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x