افغانستان

دولتي ځواکونو د کندز د قلعه زال ولسوالۍ د بیا نیولو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ دولتي ودانۍ چې لس ورځي وړاندي طالبانو تر خپل ولکې لاندي را وستلي وې، نن یې یو ځل بیا دولتي ځواکونو ته خوشي کړي دي.

د دولتي ځواکونو سرچینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار ناوخته له سختو جګړو وروسته د قلعه زال ولسوالۍ دولتي ودانۍ دوی یو ځل بیا کنټرول کړې.

د ځانګړو ځواکونو قومندان سید ستار اندرابي رسنیو ته ویلي چې دوی له سهار وختي راهیسي په پراخه کچه عملیات پیل کړي وه چې بالاخیره وتوانېدل د ولسوالۍ مرکز له طالبانو څخه یو ځل بیا ونیسي.
نوموړي ویلي چې په دغه عملیاتو کې په سلګونو عسکرو برخه اخیستې وه.

باید وویل شي چې د قلعه زال ولسوالۍ طالبانو د روانې میلادي میاشتي پر شپږمه نېټه ونیوله او تر لس ورځو پوري يې په خپل کنټرول کې وساتله.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم دولتي ځواکونو د طالبانو په لیکو کې د مرګ ژوبلې راپور تر اوسه ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر تایید کړی او ویلي يې دي چې د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیه قومندانۍ ودانۍ او یو شمېر نوري مهمي سیمې ددوی تر ولکې لاندي راغلي دي. او زیاته کړې ده چې تر اوسه لا په سیمه کې عملیات روان دي.

باید وویل شي چې د طالبانو د منصوري عملیاتو له پیل وروسته د قلعه زال ولسوالۍ تر څنګ د بدخشان د زیباک ولسوالۍ ته هم سقوط ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x