افغانستان

هرات: د اشرف غني د کمپاين يو غړی ټپي شوی

د هيواد په لوديځ هرات ولایت کې د ډاکتر اشرف غني د ولسمشرزيو ټاکنو د کمپاين يو تن په يو وسلوال بريد سخت ټپي شوی دی. د هرات امنيتي چارواکي وايي چې ژوبل شوی تن قاسم جمشيدي نن ماښام د هرات ولايت د کرخ ولسوالي په بازار کې تر بريد لاندې راغی او اوس په روغتون کې دی. د روغتون ډاکتران وايي چې د جمشيدي روغتيايي حالت د ډاد وړ دی. د يادونې وړ ده چې تېره هفته هم په هرات ولايت کې د ډاکتر عبدالله د کمپاين دوه غړي په يو وسلوال بريد کې وژل شوي وو. د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د ټاکنو د پروسې لپاره يې جدي امنيتي تدابير نيولي، ولې يو شمېر امنيتي کارپوهان د کورنيو چارو د وزارت خبره يوه دعوه بوولي او وايي چې د هيواد په ډېرو برخو کې امنيت تامين نه دی او خلک نشي کولای چې په ډاډه زړه د ټاکنو مرکزونو ته ورشي او خپله رايه واچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x