شعـــــرونه

مور/ مسلم يار

مسلم يار

مورې ستا د مينې حق به څوک ادا کړي؟

مورې ستا مينه د ټولو مينو مور ده

مورې ستا د ستړي ژوند قيصه اوږده ده

مورې ستا د کړاوونو څه حد نيشته

مورې ستا هر يو زحمت ته مې سلام دې

مورې ستا له زحمتونو نه قربان شم

مورې تا نه چې بهر کله راووځم

مورې زړه نه مې يو هاغه خداى خبر وي

مورې هر څومره ښېرا که راته وکړى

مورې هر څومره که ووايې چې مړ شې

مورې ستا د مينې غږ به مې هېر نه شي

مورې ستا غږ د سهار تر آذان خوږدې

مورې زه چې جدا کېږمه له تا نه

مورې تا ته جدايې زما سور اور شي

مورې درد دې زما درد سره شريک دې

مورې دا ورکړه د خداى ده

مورې زه د ستا بچى يم

مورې ته زما مورکۍ يې

مورې شکر چې ژوندې يم

مورې شکر چې ژونذۍ يې

مورې شکر چې ژوندۍ يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x