شعـــــرونه

غزل/ نوید عمرخیل

نوید عمرخیل

اوس چـې دې نړی ته د افغـان وینه مباح کړله
شېـخه پـس له دې نـه اقتـدا درپسې نه کـووم

پس له هر لمانځه وطنه ستا د امن سوال کووم
تا غوندې دې وران شم که دعا درپسې نه کووم

بــخته لږ بېــدار شـه زندګۍ ته مې اوږه ورکړه
نــور به تــاویــزونه په مــلا درپــسې نــه کووم

ژونـده! له سکون سره مې وخته مخه ښه کړې
درده! راسـره دې وې دوا درپســـې نــه کــــووم

ای! د ښــــار مــغرورې حوصله دې رانه وخوړه
دا ځـــلې کـــه لاړلــې ژړا درپــسې نــه کـــووم

اوس ښه ده نویده! له خپل ځان سره جنګ نه کوې
ښه شـــوه لیونیه نور ســـودا درپســــې نه کووم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x