
د کونړ ولايت د بشري سرچينو او اترا رياست مشران په توغنديز بريد کې ووژل شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د کونړ ولايت د بشري سرچينو رييس او د مخابراتو رياست د اترا څانګې مشران په توغنديز بريد کې وژل شوي دي.
د کونړ ولايت وياند عبدالغني مصمم وايي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د توغندي لګېدو له امله د ولايت د بشري سرچينو رييس سنګر افغان او د مخابراتو رياست د اترا څانګې مشر محمد ناصر وژل شوي دي.
د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو د ولايت پر مرکز دوه توغندي وتوغول، چې يو يې پر شاړه ځمکه ولګېد او دويم يې د ولايت د مخابراتو رياست په انګړ کې ولګېد، چې دوه چارواکي يې ووژل.
دغه بريد په داسې حال کې شوی، چې د کونړ ولايت چارواکو رسنيو ته تاييد کړې، چې د وټه پور او چپې درې ولسواليو په ګډون د کونړ په ټولو ولايتونو کې جګړې توندې شوي دي.
د کونړ ولايت وياند وايي، چې دغو نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.