
خوږياڼو ولسوالۍ کې يوه اربکي د پوستې درې ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې خوږياڼو ولسوالۍ کې يوه اربکي د خپلې پوستې درې ملګري وژلي او له خپلو وسلو سره د طالبانو ليکو ته په تېښته بريالی شوی دی.
د ننګرهار ولايت وياند عطاء الله خوږياڼی د يادې پېښې پخلی کوي او وايي، چې بريدګر د پوستې اربکی و او له خپلو وسلو سره د طالبانو ليکو ته ورغلی دی.
د ننګرهار ولايتي شورا رييس او د خوږياڼو اوسېدونکي اجمل عمر هم رسنيو ته ويلي، چې تېره د خوږياڼو وزيرو سيمې کې يوه اربکي، چې له طالبانو سره يې له پخوا لاره وه، د پيرې پر مهال خپل درې ملګري وژلي دي، خو ځايي سرچينې وايي، چې د وژل شوو کسانو شمېر زيات دی.
د وزيرو سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې بريدګر د نورستان اوسېدونکی و، يو ورور يې له سيمهييزو طالبانو سره وو او تېره شپه يې د طالبانو په سلا د خپلې پوستې پر ملګرو ډزې کړې.
د سرچينې په وينا په دغه بريد کې څلور اربکيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته ويلي، چې د دوی يوه نفوذي ملګري د وزيرو سيمې کې د خپلې پوستې درې ملګري په ډزو وژلي، د پوستې وسلې يې له ځان سره وړي او د طالبانو مرکزونو ته يې ځان رسولی دی.