نظــر

د انتخاباتي کمپاین عجائب او غرائب

 د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دکاندیدانو تبلیغاتي کمپاین څو ورځې وړاندې پیل شو ، کاندیدان چې یو یې هم سپینه ماضي نلري او عملنامې یې  له ناوړه کړنو ډکې دي ، ټول هڅه کوي ترڅو د افغان ولس په وړاندې ځانونه سپین ، بااستعداده ، دپاچاهۍ وړ  او درأیې لایق وځلوي ، دهمدې هدف لپاره  یې شپه ورځ په ځان یوه کړې ده ، او کوښښ کوي چې ځانونه درانه  او مقابل طرف سپک معرفي کړي .

دتیرې پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ کاندید عبدرب الرسول سیاف  د لویې جرګې په جرمنۍ کیږدۍ کې سلګونه نارینه او ښځینه راغونډ کړي وو ، ترڅو ورته خپله تګلاره په ډاګه کړي ، عبدرب الرسول سیاف  چې په پښتو او فارسي وغږید ، په پای کې یې ناڅاپه  انګریزي پیل کړه ، نوموړي په داسې حال کې انګریزي خبرې کولې ، چې ګډونوال ټول افغانان او په پښتو او فارسي پوهیدونکي وو ، دګډونوالو په نظر سیاف ځکه  دخلکو ترمخ انګریزي وویله ، ترڅو ګډونوالو ته ثابته کړي ، چې انګریزي یې هم زده ده ، او دپاچاهۍ وړ دی .

سیاف چې په څالاکۍ مشهور دی په دې وروستیو کې یې خپله بیوګرافي هم له سره لیکلې او په انلاین ډول یي نشر کړې ده ، سیاف په نوې بیوګرافي کې ویلي دي ، چې دده نوم دثور له کودتا ډیر مخکې د اسلامي نړۍ وتلي عالم ابوالحسن علي ندوي کابل ته دسفر په مهال  له  عبدالرسول څخه په عبدرب الرسول بدل کړ ، په داسې حال کې  چې ندوي صاحب  دهماغه سفر په سفرنامه ( دریای کابل سی دریایی یرموک تک ) کې  دسیاف یادونه کړې ، خو دده دنوم بدلولو ذکر یي نه دی کړی ، مګر امریکایي وتلي لیکوال  سټیوکول په خپل کتاب جنګ اشباح کې لیکلي ، چې دسیاف دغه نوم دسعودي داستخباراتو مشر ترکی الفیصل  د طائف دکانفرانس په مهال وربدل کړ .

که سیاف انګریزې شروع کړې ده اشرف غني احمدزي بیا د صوفیتوب نمایش ته توجه زیاته کړې ده ، نوموړي چې دانتخاباتو لپاره یې ږیره  اوږده کړې ، دریشي یي غورځولې ، څادر یې په اوږه کړی او یو جوړ اوږدې تسپې یې هم  پیدا کړي دي ، د خلکو په نظر یې دغه حرکات غیرعادي دي ، داشرف غني احمدزي یو بل مشکل دادی چې ترخپلو مرستیالانو  نادر دانش او جنرال دوستم څخه په قد کې ټیټ دی ، چې په  ګډ عکس کې نوموړی کوتاه معلومیږي ، د دې لپاره چې  دمرتبې دلوړوالي غوندې نوموړی ظاهرا هم لوړ ښکاره شي ، په دې وروستیو کې یې یو داسې عکس اخیستی ، چې  اشرف غني په څوکۍ ولاړ دی ، او مرستیالان یې په ځمکه ولاړ دي په دې توګه  رئیس جمهور له  مرستیالانو  لوړ ښکاره شوی دی .
دانتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د ډاکټر عبدالله ستونزه بیا هم هماغه پخوانۍ ده ، له  تزيين او سینګار سره دلیونتوب ترحده مینه ، ډاکټر عبدالله  په دې ورځو کې بیخي ځل بل کیږي ، چې ځیني ټوکي ځوانان یې  ( قدم پړک ) بولي ، خلک وایي چې ډاکټر عبدالله په دې ورځو کې  له  خلکو سره دروغبړ په مهال  دښاري کابلیانو ستړې مشي ( روی ماچي ) نه کوي ، ترڅو یې دمخ  میکپ ته زیان ونه رسیږي .

دانتخاباتي کمپاین په مهال زلمی رسول په سخته ازموینه کې ښکېل دی ، نوموړي ته کرزي صاحب دنده سپارلې ترڅو دروسیې دمیدودف غوندې وظیفه ورته ترسره کړي ، څلور کاله  ورته تش په نام څوکۍ وپالي ترڅو په بل ځل انتخاباتو کې حامد کرزی بیا  د پوتین غوندې رامخکې شي .

دې ته په پام سره د نوموړي  بار خورا دروند  او استعداد یې کمزوری دی ، زلمی رسول چې تراوسه یې خپله مورنۍ ژبه پښتو نه ده زده  په لویه ربړه کې ښکیل دی ، د نوموړي لپاره په وطني او نړیوالو مطبوعاتو کې تبلیغ دده ترشخصیت او فعالیت زیات دی ، او همدا عدم توازن دی چې دهوښیار حامدکرزي پلان یې دناکامۍ له خطر سره مخ کړی دی ، مګر همدانن جمعه مطبوعاتو خبر ورکړی ، چې حامدکرزی  د ژمني اولمپیک دلیدلو په بهانه روسیې ته تللی دی ، خو هوښیاران وایي چې کرزی ددې لپاره روسیې ته تللی ، ترڅو له پوتین څخه چل زده کړي ، چې څنګه کولای شي ، د ارګ واک په خپل ګورت کې وساتي .

په کاندیدانو کې ترټولو دجنرال عبدالرحیم وردګ برخه خواره ده ، نوموړی هغه یوازینی کاندید دی ، چې تراوسه  یې  دغونډې جوړولو  او میلمستیا وس نه دی موندلی ، ټولو کاندیدانو عامه غونډې او میلمستیاوې پیل کړي دي ، خو دجنرال صاحب  نغری لا سوړ دی ، نوموړي دخپل تبلیغاتي کمپاین  په ترڅ کې یوازې دکابل به واټونو خپل هغه عکسونه ځړولي ، چې دروس ضد جهاد په مهال یې له پیښوره ګوشتې ته  درااوښتو په مهال له  جنرال رحمت الله صافي سره یوځای اخیستي وو ، نوموړی هغه وخت دپیرصاحب په تنظیم کې وو ، چې  یوازې دهمدې عکس اخیستلو لپاره جهادي سنګرو ته حاضرېده .

ګل اغا شیرزی هم د ډاکټر عبدالله غوندې هغه کاندید دی ، چې خپل ظاهري جوړښت ته خورا متوجه دی ، دی هم په دې ورځو کې  دآریشګاه خوا ته ډیر ورتیریږي ، نوموړی که ظاهرا هرڅو نازک معلومیږي ، مګر انتخاباتي شعار یي خورا شډل دی ، نوموړي په خپلو انتخاباتي پوسترونو لیکلي : بیلډوزر ته رایه ورکړئ !

دایوڅو خبرې مې هسې دنمونې  په توګه تاسو ته  عرض کړې  ،  ورنه  درمجلس رندان خبری نیست که نیست  ….

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x