fbpx

هلمند مدني ټولنه: دهلمند پوليسو او امنيه قومندانۍ کي پراخ فساد شتون لري

د هلمند مدني ټولنې خبرپاڼه

هلمند دافعانستان ترټولو نا امنه ولايت دی چي اوس هم پکي جګړه روانه ده چي شاوخوا ۹۰سلنه خاوره يې وسلوالو طالبانوپه لاس کي ده په دي ولایت کي دجګړي يو علت هم په نظامي ليکو کي پراخ فساد دی.

تر دی مخکي یوسل پنځوس امنيتي پوستي بغير دجګړي وسله والو طالبانو ته پريښودل سوي په هلمندکي دنورو نظامي ارګانونو په تناسب په پوليسو کي فساد زيات دی داخبري نن ولسي خلګو دهلمند مدني ټولنی له مشر او غړوسره ديوي ناستي پر مهال وکړي.

دهلمندمدني ټولني مشر سردارمحمد همدرد دراغلو خلګو خبري تاييد کړي او په خپلو خبروکي يې وويل چي وزارت داخلي په لوی لاس په هلمندکي دفساد زمينه برابره کړي ده او دوي دهلمند په مقرريو کي معامله کوي همدرد دهلمند اوسنۍ دپوليسو اداره په فساد او ناغيړي تورنه کړل
ددې ترڅنګ دهلمند مدني ټولني نورو عړو هم دپوليسو په ليکو کي روان فساد تاييد کړ او فساد يې ددې ولايت لپاره لويه ننګونه وبلل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د