د هلمند د فوټبال لوبغاړي وستايل شول

د هلمند مدني ټولنې خبر پاڼه

دهلمند فوټبالران چي دزون په کچه يې اتلولي ګټلي دهلمند مدني ټولني له لوري وستايل سول

دهلمند فوټبالران دهلمند مدني ټولني له لوري په داسي حال کي وستايل سول چي يادو فوټبالرانو دزون په کچه اتلولي خپله کړي وه

په ياده ستاین غوڼډه کي دهلمند دورزش د ستايني ترڅنګ دهلمندي ځوانانو پر ښو لاسته راوړنو هم خبري وسوي.

دغونډي په پيل کي دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد ټولو ورزش کارانو ته دښه راغلاست ترڅنک دهغوي داتلولي او لومړی مقام ګټلو مبارکي دوي او ټول هلمندي ولسونو ته وړاندي کړل او زياته يې کړل په داسي حساسو او غمجنو حالاتو کي دخوشحالي خبر اورو دا زموږ ټولو لپاره دوياړ او افتخار ځاي دی همدرد دورزش په برخه دهلمندي ورزش کارانو ستونزي ديری زياتي وبللي او زياته يې کړل چي تر خپله وس پوري به همکاری ورسره کوي ترڅو دهلمند ځوانان تل دنن په څيرډک لاسونه خپل ولايت ته راسي.

دهلمند ولايت دولايتي شورا دامنيتي کميټي مشر بشيراحمد شاکير خوښي وښوده چي يو ځل بيا هلمندي ورزشکارانو هلمند ته وياړ راوړ اودهلمند نوم يې دسپورټ په ډګر کي وځلاوه شاکير زياته کړل چي تل يې دورزشکارانو ملاتړ او همکاري کړي ده،او لا هم چمتو دی چي له حقه حقونو يې دفاع وکړي شاکير ټولو ورزش کارانو ته ډاډ ورکړ چي تر شاه يې ولاړ دی او هر ډول همکاري چي شونې وي ورسره وبه يې کړي.

دغونډي په وروستۍ برخه کي راغلو ورزشکارنو ته دډالۍ ورکول ترڅنګ دهلمند مدني ټولني له لوري ستاينليکونه هم ورکول سول.

دا لومړی ځل نه دی چي هلمندي ځوانان دزون په کچه لومړی مقام ګټي بلکی له دي څخه وړاندي هم هلمندي ځوانانو دافغانستان او نړۍ په کچه ګڼ شمير مډالونه خپل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د