افغانستان

سرپل: د اربکيانو يو مهم قومندان وژل شوی

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د سرپل ولايت مرکز سره نژدې د دوی مجاهدينو د اربکيانو يو مهم قومندان وژلی دی. د ياسين په نوم دغه قومندان چې د ډاکتر عبدالله د ټاکنيز کمپاين مشر هم وه، د طالبانو د وسلوال کمين په ترڅ کې وژل شوی دی. د يادونه وړ ده چې دا درېيم ځل دی چې په دې لنډه موده کې د ولسمشريزو ټاکنو پر کمپاين کوونکو وسلوال بريدونه کيږي. څو ورځې وړاندې په هرات کې هم ډاکتر عبدالله د کمپاين دوه غړي وژل شوي وو، پرون جمعه ماښام ناوخته د ډاکتر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين

يو مهم غړی په يو وسلوال بريد کې ټپي شو. د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د ټاکنو د پروسې لپاره يې جدي امنيتي تدابير نيولي، ولې يو شمېر امنيتي کارپوهان د کورنيو چارو د وزارت خبره يوه دعوه بوولي او وايي چې د هيواد په ډېرو برخو کې د وسلوالو طالبانو راج دی او خلک نشي کولای چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي. 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x