افغانستان

طالبانو د کونړ پنځو ولسواليو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو يو ځل بيا د دغه ولايت پنځو ولسواليو کې د پوليسو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي دي.

د کونړ ولايت د امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان وايي، چې طالبانو په سرکاڼو، مرورې، وټه پور، چپه درې او شيګل ولسواليو کې د پوليسو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

عبدالغني مصمم هم يادو ولسواليو کې د پوليسو پر مرکزونو د بريدونو پخلی کړی  دی. دی وايي دغو نښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو خپرپاڼه وايي،  د طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي، ۲۲ طالب جنګيالي يې وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي، خو د کونړ ځايي خلک وايي، چې طالبانو د کونړ په ټولو ولسواليو کې همماله بريدونه پيل کړي، تر اوسه روان دي او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې منلې ده، چې د دوی جنګياليو د چپې درې ګوسلک سيمې کې څلور پوستې نيولي او دوه وويشت عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو هم په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x