
طالبان: له شريعت پرته مو که بل څه منل، نو جګړه به مو نه کولای
د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي چې که دوی له شريعته پرته بل څه منلی، نو جګړه به يې نه کوله. شاهد ويلي چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی او اسلام نافذول پکې کوم ستونزمن کار ندی. شاهد ويلي چې د شريعت د نفاذ غوښتنه له امريکا نه، بلکې پاکستاني چارواکو یې کوو، چې ځانته مسلمانان هم وايي. شاهد زياته کړې چې د دوه ډلو تر منځ جګړو کې له دواړو لوريو غوښتنې او شرطونه رامنځته کيږي او موږ د حکومت په شرطونو او غوښتنو فکر کوو، په دې اړه څه ويل لا له وخته مخکې دي.