غزل/ محمد الله تبسم

محمدالله تبسم

حسن نوشي کوم، که حسن تراشي کومه؟
له ځانه وپوښتم چې څله شاعري کومه؟

زه چې د زمکۍ هر وګړی محترم ګڼمه
نو لمونځ، اذکار، او عبادات خو به بیخي کومه

څلورم کال دی چې له دره دې شړلی یمه
څلورم کال دی مسلسل زهر نوشي کومه

له نابودۍ نه به ویریږم خو له مرګه خو نه
د مرګ لپاره خو لګیا یم زندګي کومه

غاړه مې خلاصه که به څوک زما په لاره راځی
زه تجربې کومه، زه سخته خواري کومه

زما په اړه ستا د هر سوال همدغه جواب
زه تبسم یم، زه دا هر څه ارادي کومه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.