غزل/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

څوک خفه نشي له انسان نه مې زړګی تور شوی
له دې څو مخي مسلمان نه مې زړګی تور شوی

ما له حيوان نه زيان ونه ليده مجرم ولې دی
ولې به وايم چې حيوان نه مې زړګي تور شوی

د انسانانو په نامه دا ځينې خلک څه دي
ددغه بد سپيره کاروان نه مې زړګی تور شوی

چې ماته تل رسوي زيان کافر ته ښه او ګټه
ورک دې شي ورک دغه افغان نه مې زړګی تور شوی

زموږ دې نه وي خو چې نورې الوتکې نه وي
پورته زما په سر اسمان نه مې زړګی تور شوی

درته به درکړمه وعده د محبت او مينې
د نفرتونو له پيمان نه مې زړګی تور شوی

ترسره نشو ګرځووم يې تل په خپلو اوږو
خدايه توبه! له خپل ارمان نه مې زړګی تور شوی

مشفقه بيا دې په ما ولګي ټاپه د کفر
که وايم سم دم مسلمان نه مې زړګی تور شوی

فضل باري مشفق

۲۰۱۷/۰۵/۱۶



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.