افغانستان

لوګر: تر زرو زیاتو معلمانو کاري اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): د لوګر ولایت په سلګونو معلمانو د خپلو معاشونو د نه تر لاسه کېدو له امله درسي اعتصاب باندي لاس پوري کړی.

د لوګر ولایت د مکتبونو معلمان وایی چې د پوهني ریاست له تیرو دوه میاشتو راهیسي ددوی معاشونه په یوه او بله بهانه ځنډوي چې دوی اخیر مجبور شوه د معاشونو د ترلاسه کولو لپاره په دغه چاره لاس پوري کړي.

د خواجه نورالحق په نامه یوه معلم رسنیو ته ویلي چې تر څو ددوی معاشونه اجراء شوي نه وي، دوی به خپل درسي اعتصاب ته ادامه ورکړي.

د لوګر د پوهني چارو رئیس محمد اکبر ستانکزي د معلمانو د ستونزو په تایید ویلي چې میاشتي معاشونه د معلمانو مسلم حقوق دی، خو ځیني تخنیکي ستونزي د دغه معاشونو د اجراء په مخکې خنډ دي.

نوموړي په دوه ورځو کې د یادې ستونزې د حل وعده کړې. په لوګر ولایت کې ۲۶۴ مکتبونه دي چې په کښي تر ۱۴۰ زره زیات زده کوونکي زده کړي کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ په ننګرهار کې هم معلمانو کاري اعتصاب کړی وو او د حکومت څخه یې د خپلو نمرو غوښتنه کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x