نړۍ

په پاکستان کې د ۶۰۰ زره غیر قانوني مهاجرینو نوم ثبتول پیلیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): په پاکستان کې د مهاجرینو د چارو مشر ډاکټر عمران زیب په پيښور پوهنتون کې د خبرو پر مهال وویل چې اوس هم په پاکستان کې ۶۰۰ زره غیر قانوني مهاجرین پاته دي.

نوموړي دغه خبري د پيښور په پوهنتون کې د مهاجرینو اړوند په یوه غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل چې د راتلونکي جولايي میاشتي څخه به د پاکستان حکومت ددغو مهاجرینو د راجسټر کولو پروسه د افغانستان د حکومت په مرسته پیل کړي.

ډاکټر عمران زیب وړاندي وویل چې په پاکستان کې ثبت شوي مهاجرینو شمېر یو ملیون ته رسیږي، په داسي حال کې چې په دې وروستیو کې څلورسوه زره مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي وویل چې د غیر قانوني افغان مهاجرینو د ثبت پروسې لپاره به ۲۱ مرکزونه جوړ شي او همداسي به ګرځنده ټیمونه په کار واچول شي تر څو افغان مهاجرین ثبت کړي.

د مهاجرینو د شناخت لپاره به د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه چارواکي ور معرفي کوي چې د ثبت په مرکزونو کې به د پاکستاني چارواکو تر څنګ کار کوي.

نوموړي وویل چې د ثبت دغه پروسه به ټوله شپږو میاشتو کې بشپړه شي او د پروسې د پیل تر مخه به د عام پوهاوي لپاره پراخ کمپاین وشي او مهاجرین به د خپل نومونو د ثبتولو لپاره وهڅول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x