افغانستان

امنیتي ادارو د حزب اسلامي ۱۰۰ کسیزه لیست رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): په امنیتي ادارو کې د جذب لپاره د حزب اسلامي له لوري لیږل شوی لیست د دولتي ادارو له لوري رد شوی دی.

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسؤول احمد فرزام رسنیو ته ویلي چې د حزب اسلامي له لوري دولتي ادراو ته لیږل شوی هغه لیست رد شوی دی چې پر اساس یې دغه کسان په امنیتي ادارو کې ټاکل کېدل. نوموړي ویلي چې په لومړني سل کسیزه لیست کې ۸۰ کسان دفاع وزارت او ۲۰ تنه نور د کورنیو چارو وزارت لپاره وه.

باید وویل شي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم نامې سره سم به د حزب اسلامي یو شمېر کسان د دولتي ځواکونو په لیکو کې شاملیږي خو د دغه ډلې لومړنی لیست د ځینو ملاحظاتو له وجې رد شوي دی.

د سولې د عالي شورا چارواکو په وینا د حزب اسلامي لیست لپاره لازمه ده چې باید هر کس د افغانستان تابعیت پاڼه ولري، په امنیتي ادارو کې سابقه او نظامي رتبه ولري او همداسي یې د حزب اسلامي سره د اړیکو څرنګوالی وښودل شي.

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید هم د لیست ردېدل منلي او ویلي چې د ټاکل شویو کسانو اسناد به بشپړ او یو ځل بیا ور ولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x