ننګرهار: د ولایت پر مقام او دولتي ودانیو جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې وسلوالو د ولایت پر مقام، امنیه قومندانۍ او ملي ټلویزون پر ودانیو بریدونه کړي او اوس هم د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو د ولايت مقام او شاوخوا لارې د خلکو پر مخ تړل شوي او امنيتي ځواکونه رسنيو ته اجازه نه ورکوي، چې سيمې ته ولاړ شي.

ځايي سرچينې وايي، چې د ملي راډيو ټلويزون پر مرکز لومړی موټربم بريد وشو او نورو بريدګر دفتر ته ننوتل او هلته اوس جګړه روانه ده.

تر اوسه د پيښې په اړه امنیتي ادارو او دولتي سرچینو له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي، او نه هم د بریدګرو هويت معلوم دی

رپوټونه وايي، د ملي ټلويزون په مرکز کې درې چاودنې اورېدل شوي، چې دوه سرتيري بلل کېږي. د ننګرهار ولايت وياند د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي

جګړه لا هم روانه ده.

د پېښې مسووليت تر دې دمه چا نه دی منلی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.