رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۵۸)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
ډاویډ ډي سانتیلانا ( David de Santillana)دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

محمد صلی الله علیه و سلم داسې نظام منځته راوسته، چې ټول انسانان یې په یوه تار وپیودل او دې ته (اخوت فی الایمان) وایي، حتي دی په دې کې کامیابه شو چې د سونو کلونو دښمنان یې سره وروڼه کړل، د ده دعوت او بلنه یواځې په عربو پوري مخصوصه او منحصره نه؛ بلکې ټول انسانیت ته وه.
اینـــــین د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

محمد صلی الله علیه وسلم خارق العاده او پر ټولنه او انسانانو یې اغیزې ډیرې سترې او ژورې وې، تر دې چې بشریت ته یې نوی روح ورکړ، د ده په ټولو معجزو کې ستره معجزه دده بلاغت او هغه وحې وې، چې پر ده نازلې شوې وې، سوونه کلونه وروسته هم دده په کړنو او اقوالو باندې عمل کیږي، چې داسې کس موږ د تاریخ په پاڼو کې نشو موندلای، زه دا درته ویلای شم چې د محمد صلی الله علیه وسلم اصول او کړنې تر حضرت عیسی علیه السلام ډېرې لوړې او له برم نه ډکې دي.
نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.