د دار پر سر/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

کتابونو کي راغلې دا کیسه ده
هم له پنده څخه ډکه هم ترخه ده

ډېر پخوا په ولایت کي د تاتارو
چي رمې به گرځېدلې د مالدارو

لوی خانان او مالداران يې پاچاهان وه
هم د زور او هم د زرو څښتنان وه

هر پاچا يې دنیادار لکه قارون وو
د ده حکم، که خبره وه قانون وو

پاچاهان د یوه بل سیمو ته غله وه
هره پوله به نن وه، سبا به نه وه

همېشه به وه روان پکښي جنگونه
سردارانو یو د بل وهل سرونه

پکښي ډلي د لوټمارو گرځېدلې
قافلې پر لویو لارو لوټېدلې

نن به هر څه چا لرل سبا به خوار وو
نن گدا وو خو سبا به دنیا دار وو

په دې منځ کي شېردل نومی داړه مار وو
په یاغیانو کي منلی وو سردار وو

قافلې د سوداگرو يې لوټلې
خزانې د سردارانو يې وهلې

په هر قتل هر آفت کي به دی یاد وو
په زړه سخت په خوی ظالم لکه شداد وو

دلته هلته له خانانو سره جوړ وو
چا ته غل چا ته عسکر وو په نس موړ وو

چي په تېښته کي چالاک لکه ماهی وو
د لړم په څېر يې وار لکه مرگی وو

یوه ورځ وو د سرکار دام ته لوېدلی
د قاضي مخ ته ولاړ وو لاس تړلی

قاضي وکړه فیصله چي دي په دار سي
چي عبرت د لوی او کم، خان او نادار سي
چي شېردل يې کړ د دار تمبې ته پورته
مخ يې واړاوه یو ځل د قاضي لور ته

ویل زه یوه مورکۍ لرم پاتېږي
زما په غم کي تر قیامته به ژړېږي

یو دیدن يې دئ وروستی ارمان راپاته
چي زه وگورمه مور ته او دا ما ته

هم به مور هم به عالم درنه راضي وي
خدای به خوښ هم له سر کار هم له قاضي وي

چي حاضره يې شېردل ته بوډۍ مور کړه
ده اغازه دا وینا په جوش او شور کړه

ویل موري ستا تر ژبي دي قربان سم
ستا تر ناز دي صدقه بلا گردان سم

په پسته ژبه دي تل یم نازولی
په للو دي هره شپه یم زنگولی

زه دي یو ځلي پر ژبه مچومه
رخصتېږم تا پر خدای باندي سپارمه

چي يې مور شېردل ته ژبه ورنژدې کړه
هغه غوټه په غاښو ورڅخه پرې کړه

په حیرت وکړه قاضي ترېنه پوښتنه
چي دا ولي اې د ستر خالق دښمنه

ویل دغي ژبي زه یم غولولی
همدې ژبي یم تر داره رسولی

چي لومړۍ ورځ مي هگۍ ورته راغلا کړه
په خندا يې مچولم غېږ يې راکړه

هره ورځ به يې و غلا ته هڅولم
چي مي هر څه غلا کول دې نازولم

له مکتبه له مُلا يې ستنولم
له سپاهیانو يې ساتلم پټولم

زه قاتل سوم زه د غلو سپه سالار سوم
لعنتي د بنده گانو او بادار سوم

که لومړۍ ورځ يې پر غلا وای زه ترټلی
په پسته ژبه يې نه وای نازولی

نن به زه هم یا مُلا یا به کوټوال وای
د همزولو له ټولۍ سره به سیال وای

ما به ولي بېگناه خلک وژلای
ما به ولي کاروانونه لوټولای

زه به ولي نن د دار سر ته ختلای
زما په مرگ به خلک ولي خوښېدلای.

عبدالباري جهاني
ویرجینیا
۲۰۱۱ /۳/ جولای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.