
غزل/ اميد عمر خېل
اميد عمر خيل
ـــــــــــــــــــ
ځان زورومه ستا تصویر را اخلم
مړو خاطرو پسې مې ویر را اخلم
د وره آواز کړم لېونی سړیه
ځان بندوم ورته زنځیر را اخلم
ستا دنامې مې وظیفه اخیستې
ځمه د لاس تسبیح له پیر را اخلم
چې دیوالونو ترېنه ساه واخیسته
کیسه لیکلې د اسیر را اخلم
امیده! باسمه له ښاره پردي
نعره شعار د پاک تکبیر ر ا اخلم
امید عمرخیل