د ماشوم د تربیت یو عجیبه واقعه

احمدجنید مبارز

مولانا ذوالفقار نقشبندي رحمه الله وایي :

په ۱۹۹۷ کال کي زه نیویارک ته روان وم په طیاره کي ناست وم، نو وای زما و څنګ ته یو انګریزه ښځه راغله او کښېنستله، د هغې سره یوه د ۴ کالو لور هم ور سره وه، وای ما نه ورته کتل خو خیر هغه د طیارې خادم راغی او ډوډۍ یا خوراکه یې راوړه ،
ما ورته وویل: زه یې نه خورم.

وای زما و څنګ ته چي کومه انګرېزه ښځه وه، هغې دا خوراکه ځني واخیستل، وای زما پکښي فکر ؤ، کله چي به دا ښځي خپلي لور ته ګوله ور کول، نو د ګولې ور کولو سره سمدستي بې ورته ویل.

چي : Thank You ( مننه ) ووایه !

مولانا ذوالفقار نقشبندي رحمه الله پخپل کتاب کي لیکي چي وای: زما پکښي فکر ؤ، ۳۶ ځله یې دغه کوچنۍ ماشومي ته Thank you الفاظ وویل، چي دغه الفاظ ووایه .

وایي: زه حیران سوم چي یا الله ! د خپل اولاد داسي تربیت کول خو د مسلمان کار ؤ، چي خپل اولاد ته یې د شکریې الفاظ زده کړي وای، شکریه یا مننه اداء کول یې ور زده کړي وای !

لاکن زموږ مسلمانان نن وخت دومره لا پروا سول چي نن کفار خپل اولاد ته داسي خبري ور زده کوي چي ګوله ور کوي، هغه کوچنی ورته وایي: مننه،
مننه .

لاکن زموږ مسلمانان چي ددې پر ځای خپل اولاد ته د شکریې، منني الفاظ ور زده کړي وای،

د الله څخه یې غوښتنه ور زده کړې وای، مطلق دا ځني ورک دي، هیڅ فکر یې نه وي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کله چي دي اولاد د ۳-۴ کالو وي، او هغه ته ګوله ور کوې نو دا ور زده کړه چي :

ډوډۍ وخورې، ورتا جزاکَ الله

مور ته دي وای: جزاکِ الله

کله چي ډوډۍ یې وخوړل دا ور زده کړه

ورتا : الحمدلله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د