ادبي لیکني

تور زندان- (لومړنۍ برخه)

مازيګر څلور بجې مو دليلې حرکت وکړ, يوه ريکشه مو ونيول او تر مخابراتو څلور لاری يوړو يو ملګري وويل د دی چوک نه کابل ته ګاډي ځي، ما ورته ويل تاسو ترېنه پوښتنه وکړئ چې کرايه څو روپۍ اخلئ؟! احسان الله ورځينې پوښتنه وکړه استاده کابل ته  څو کرايه ده؟

موټر چلوونکي ورته وويل چي ۵۰۰ افغانۍ موږ ور ته وويل زياتي دي .

پدغه وخت کې  دbba د څانکې ددريم صنف محصل زمونږ يو ملګري سره اړيکه ونيوله ، سلام عليکم دجوړ پخير وروسته نوموړي وويل چې زه ښار کې يم تاسو چېري ياست؟ محمد اصف ورته وويل چې موږ تالاشۍ چوک ته درځو اوس مخابراتو چوک ياستو .

هغه ورته وويل چې زه درسره نږدي يم هماغه و چې څومينټه وروسته کمالي راغلی ستړي مه شي مو سره  وکړه.

تر روغبړ وروسته.مو پرېکړه وکړه چې د سفر لپاره يو مشر وټاکو، دملګرو  په خوښه مو محمد اصف ته وويل: ته مشر يي بل دا چې  د معارف وزارت چارواکو سره تاسو به  جريان کې ياست همدا تاسو ښه ياست، ټولو ملګرو زما  خبره تاييد کړه.

کمالي وويل : سبا ته ان شاء الله دخپل  تره  سره در ځم  ، ځکه هغوئ کابل ته ځي نوکه ژوندوه هلته به دوزارت مخکې سره وګورو.

 ما ورته وويل چي سبا به مونږ ټول له تاسو سره لاړ شو لږ په سهولت کې خو به  يو،كمالي وويل چې مونږ سره زنانه  دي .

محمد اصف مې خبره ونيوله كمالي صيب ته يې ، وويل سمه ده سهار ته به دوزارت مخې ته وګورو ان شا‌‌‌‌الله .

په همدې خبروموکمالي صيب سره مومخه ښه وکړه،او مونږ څلورواړه دتالاشۍ چوک نه  کابل اډي ته په  يوه اشترېنګې ريکشه کې کيناستواودڅومنټه مزل وروسته کابل اډي ته ورسيدلو.

يوملګري وويل چې غټ موټرکې به لاړشوځکه چې دغټ موترسفر دومره خطرناکه نه وي مونږورته  وويل سمه ده يو مارسيډيز چې ابي رنګ يې ردلوده دهغه څښتن ته مووويل چې استاذه تاسوکابل څوکرايه  اخلئ ؟

 هغه وويل ۳۵۰افغاني ماورته داټاکل شوي کرايه ده هغه وويل هو.موږورته وويل زياته ده  پرهمدې کې موديوې ټکسی واله ته دګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دسلامتيا تحفه چې عبارت دسلام عليکم څخه ده وړاندې کړه ،نوموړی هم په ورين تندی راته عليکم السلام وويل هغه رانه  واردمخه پوښتنه وکړه  تاسو چيرته ځئ ؟!

 ما ورته  وويل كه دالله تعالی رضا اوخوښه  وي  پلازمېني  کابل ته مونيت کړی ،استاده که خفه کيږي نه تاسوراته ووياست چې کابل ته  څوروپۍ کرايه اخلئ؟

هغه وويل ۴۵۰  افغانۍ کرايه ده موږخو له تاسو زياتې روپۍ نه اخلو، چې تاسو داسې په ټنګه پوښتنه کوئ .

 موږ ورته وويل چې پوښتنه او  ځانته معلومات کول سنت طريقه ده ، ځکه الله تعالی فرمايي تاسوچې کله يومشکوک خبري ياکومې ځانګړې موضوع سرمخ شوی نوتاسوتحقيق وکړئ ترڅوځانته صحي معلومات ترلاسه کړئ.

بښنه غواړوداسې معلوميږي چې تاسو زموږ په پوښتنه خفه شوی؟

 هغه وويل نه مړه ! هيڅ خبره نشته  پوښتنه کول ،ځانته معلومات حاصل ول داستاسوحق دی زه نه يم خفه شوی .

 مونږ ورته وويل الله تعالی وکړي چې خفه شوی نه اوسی په هرصورت تاسوموږ سره کرايه کې  لږګوازه وکړه پدې خاطرچې موږ محصلين اودمحصلۍ ژوند طبعا لږسخت وی .

 ټکسی واله وويل  تاسووګرځئ نورو موټر چلوونکوڅخه دنن ورځي دکابل دکرايه پوښتنه وکړئ ،له يوخوا به سنت طريقه پلی شي پلوته تاسودکرايي معلومات اواندازه ولګيږي چې کابل ته په کرولاکې څوروپۍ کرايي ده ،نوبياکولای شی چې دلته راشي يوڅه ګوزاره به درسره وکړم چې تاسومحصلين ياستی.

داستاده خبره موږباندې ښه ولګېده چې زه به درسره جوړجاړی وکړم  ، سملاسې مويوبل ټکسي واله ته مو وويل چې  کابل ته څوکرايه ده ؟

هغه همدومره روپۍ يادی کړي،ريښتيا بېرته راغلو اوستاد ته مووويل چې لږګوازه وکړه !

 استادوويل کينی  ۴۰۰ افغانۍ به راکړئ ، ورسره مو ومنله ! ورسره کيناستو استاده موټر ته حرکت ورکړه په توکل دالله جل جلاله مودکابل په لوري حرکت وکړه.

د لږ څه مزل وروسته د ننګرهارامنيی قومندانۍ لږمخکې دجندرما پل نه تېر اوچکنورو ساحي ته داخل شو ملګرو داښه وګنه چې يو بل سره  دی تعارف وشي ، که څه هم موږ درې واړه سره په يوه  جامعه کې و خو مسله داوه چې سره جدا او بېلا بېلوڅانګوکې و، دومره وه چې کله به دجامعې په وخت کې يو بل سره  مخامخيدو، دلارې د سر سلام کلام سره درلوده ، ولی زيات سره بلد نه وو مشران اوپوه خلک وايي چې ملګري اودوستان په شراکت يا په مسافرت کې سره معلوميږي  په هرترتيب ديوبل سره مو وپيژندل .

محمد اصف  لومړی مخکې سيټ کې ناست ځوان ته  اشاره وکړه اوموږ داسې راوپيژنده ، ښاغلی محمد نسيم چې دننګرهارپوهنتون دزارعت پوهنځي څخه فارغ دی  زما تره دی موږ هم ترېنه مننه وکړه ! چې ورسره بلد شو ورزياته موکړه چې ستاسو تره زموږ تره دی  محمد نيسم مننه وکړه .

 احسان الله د سرخود دی دپلار نوم يې واخيست اوترڅنګ يې داحسان الله دتره نوم يادکړه چې دوی سره به دواخانه کې وخت وخت کيناسته  ، زه يې ورته داسې معرفی کړم چې زاهدالله دسباستوري راډيوخبريال اودمولوی صيب زوی دی پلاريې ولسي جرګې ته ولاړه وه دچپرهارولسوالۍ اوسيدونکی دی .

خپله محمداصف ځان دخوګيانوولسولۍ وښوده وويل  چې  په جلال ابادښاردصحت پلازه کې دواخانه ده .

 استاد ځان دننګرهارولايت دروداتو ولسولۍ دبڼو دکلی اوسيدونکی  راوپيژنده،  يو واربيا مو ديوبل څخه مننه وکړه چې تعرف موسره وکړي.
که څه هم  استاد راته ډير ګرځيدلی ښکاره شونو لدې څخه مودخپل دژوند يوې خوږی خاطري داوريدلوغوښتنه وکړه !

داستاذ زموږ غوښتنه ومنله او دخپل ژوند کېسه راته داسې پيل کړه :

په ۱۳۵۹کال ه ش کې  موپه کابل ِښارکې  ديوټکسي مالک سره په ۷۰روبي ټکسي   چلول پيل کړو يوزيات اندازه وخت مورسره ټکسي  وچلوله الله شته ښه مزدري به موکوله ساعت موتيروه  څه موده وروسته ديوملګري سره مخامخ شو .ترروغبړوورسته راته ويل دانځورګله هيڅ درک دي نشته ماوروته ويل چې همدلته پدې ځمکه کې ګرځوهغه وويل شه انصافدارڅه کاروبارکوي؟

هغه وويل زه خوولا دزيات وخت راهسې يوه ټکسي چلوم .ګلاب راته وويل چې زه خو څه نه کوم ځه چې يو ښه کاروبار شروع کړو نو ورته مي ويل چې څه کاروبار به شروع کړو تر يو لنډ بحث وروسته دې موافقې ته سره ورسيدو چې دمرغانو ښکار به پيل کړو هماغه وي څو ملګري سر ه راټول اودې کاروبار لپاره مو تصميم ونيو ديوملګري سره موجيپ وه اوهغه موهم له ځان سره يوځای کړه په ۶ شپږمه حصه کې اوداسې موسره وويل چې داکارګټه اوتاوان لري الله تعالی دې نه کړي که چيرې موڅه ګټه يا تاوان وکړه نوټول به سره پرې شريک ياستو راسره ټولوملګروومنله . ورځ موتعين کړه چې سبا ته به دکابل په چمن حضوري کې سره راټوليږو . ريښتيا په بله ورځ سره هماغه ملګري په کابل سره راټول شوواوپريکړه مو وکړه چې دمرغانوښکارپسې دمزارشريف په لوري درمو ساعت وروسته موحرکت وکړه دڅه مزل وروسته خپل ځای ته ورسيدو ډيرزيات ستومان ول له ځان سره مود ډوډۍ پخولواوچای څښلوسامان وړی وه  سملاسې مو هلته چای جوش کړو

ليكوال زاهدالله توحيديار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x