د شېکن خروټي درې غزلونه

شاعر شېکن خروټی

ماهم د خپل ژوندون کتاب ته پاملرنه وکړه
مورې چې تا پرې اسلامي کره کتنه وکړه

چې په څځنۍ کې به یې درس د ازادۍ راکاوه
په دې خبر مې ترې نړۍ نړۍ مننه وکړه

ستا ارشادات مې هڅوي چې قرآن کلک ونیسم
دغې وحشي نړۍ مې ځکه ننګونه وکړه

هره دعا کې به له ځانه وړاندې تا یادوم
ستا په غیاب کې مې له خدای سره دا ژمنه وکړه

خپل زړه مې وبایلود خو ستا زړګی مې خپل کړو مورې
ما په خپل ژوند کې دا یوه لاسته راوړنه وکړه

“شېکن” لوګی کړه شاعري ستا د مزار شناختو ته
د ستا په نوم یې دا نیمګړې پنځونه وکړه

غزل

دلته یو چا دچا په قبر غوړولی څادر
دلته یو چا دچا په وینو رنګولی څادر

چې خوشبویي یې شهید ورور دریادوي ملالې
د وران ګودر په وچ چینار کې مې ټومبلی څادر

لکه یوسف مې زوی د سره صلیب لېوانو وخوړ
لکه یعقوب مې په سینه پورې نیولی څادر

ستا د لاس نښه ده مورجانې رانه ورکه نشي
که ویده کېږم هم د ملا نه مې تړلی څادر

غربت له ما او تانه څه غواړي ملنګه زویه
زما شکېدلې لوپټه او ستا شکېدلی څادر

زه په همزولو کې له ورایه خپل “شېکن” پېژنم
هغه پیوند پیوند، ټوټې ټوټې ګنډلی څادر

ښاغلی

ستر منصب لویه رتـبـه لري ښـاغلی
ولایت کې وظــیفه لـري ښـاغلی

د دروغو په وعدو مو رایه ورکړه
اوس یې بیا مطالبه لري ښاغلی

ښه خوشال دی، د هېڅ چا قیصه کې نه دی
روغ صحــت بېغمه زړه لري ښـاغلی

د سیاسي چارو کارپوه دی، غټ ســـړی دی
مشروعــیت ته اندیښــــــنه لري ښاغلــی

د ملـي بانک شتمنۍ یې واړه لوټ کړې
اوس خو لویه بودیجـه لري ښــاغلی

د مافیا کړۍ روزي بیا مو پرې وژني
خطـرناکه مفکــوره لــري ښاغلی

ډېر حقوق یې د مظلوم ملت کړل غصب
ځکه دومــره ســرمایه لري ښاغلی

په «شېکن خروټي» ګرانه ده دا خاوره
غـږ یې واورئ څه ګـېله لري ښاغلی

شاعر “شېکن” خروټی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.