مجاهد: د ننګرهار برید په طالبانو پوري اړه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): نن سهار ناوخته د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي راډیو تلویزون پر ودانۍ وسلوال برید وشو چې له امله یې د چارواکو په وینا تر اوسه دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي.

د پيښي په اړه نن ټکی اسیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه ونیوله، نوموړي وویل چې دغه پېښه په «اسلامي امارت» پوري اړه نه لري.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د ملي راډیو تلویزون کارکوونکې ژغورل شوي، خو دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي همداراز وویل چې د بریدګرو شمېر څلور تنه وو، چې له هغو څخه یې دوه تنو ځانونو ته چاودنه ورکړه او پاته دوه کسانو په جګړه لاس پوري کړ.

ځیني سرچینې د ټپيان شمېر ۱۴ تنه ښيي، خو د روغتون چارواکو ددې تر مخه د شپږو تنو ټپي کېدلو خبر ورکړی وو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.