مدني فعالان: ګلاب منګل په فساد او د ځمکو په غصب تورن کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت د مدني فعالانو یوې ټولنې پر والي او سلاکار وزیر ګلاب منګل تور پوري کړی چې د ځمکو په غصب او فساد کې په پراخه کچه ښکېل دی، باید ولسمشر یې تر سبا پوري له دندې ګوښه کړي کنه دوی به په پراخو لاریونونو لاس پوري کړي.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د ننګرهار د مکتبونو زیات شمېر ښوونکو هم لاریون کړی وو او د خپلو نمرو د تر لاسه کولو لپاره یې په درسي اعتصاب لاس پوري کړی وو.
دغه ښوونکي وايي چې د دولتي چارواکو او زورمندانو له لوري د دوی هغه ځمکې غصب شوي چې د ولسمشر په فارمان ددوی لپاره ځانګړې شوي وې.
د ننګرهار مدني فعالانو ویلي چې د والي عسکرو دوه ویشت تنه ښوونکي په غیر قانوني توګه بندیان کړي دي چې له امله یې د کامې ولسوالۍ په زرګونو زده کوونکې له زده کړو محروم دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د ګلاب منګل ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم ښوونکو ته ویلي وه چې که اعتصاب ختم نه کړي، د سخت عکس العمل سره به مخ شي.

باید وویل شي چې تېره ورځ په لوګر ولایت کې هم په سلګونو ښوونکو د خپلو معاشاتو د نه اجراء کېدو له امله په درسي اعتصاب لاس پوري کړی وو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.