نظــر

یو طرف ته ډانګ او بل خوا پړانګ!!!!

دتېرې یکشنبې په ورځ دنږدې پنځه کالووروسته يوځل بیا په افغانستان کې دولسمشرۍ ټاکنوکمپاین په ښکاره ډول دیولسونوماندانولخو پیل شو .
يوشمېردولسمشرۍ نوماندانوخپل لومړنۍ ورځ داسې پیل کړه چې دهېواد والوپام ځانته راواړوي ،داکچ دهريونومانداودهغه دمشاورینواټکل پورې محدود وه.

پدې يولسوتنوکې داسې نوماندان هم ول چې دوی مخکې له مخکې يوشميرګوندونواوسیاسي ډلو سره خبري کړي وي اودېته دځینوپروتوکولونوپه اساس دهغه څخه خپل ملاتړخپل کړی وه

دولسمشرۍ دنوماندانودجملې څخه يوهم داشرف غنې احمدزی وه

 داحمدزي انتخاباتي ډلې څخه دافغان ملت ګوند خپل ملاتړاعلان کړو.

دفیسبوک (سوشل سایت ) کارونکي بیا وايي، دافغان ملت ګوند پخوا يوځل د داکترعبدالله څخه خپل ملاتړاعلان کړودوی وايي ،چې (يوه موزه اودوه پښې )یوشمیرخلک دافغان ملت دې کړنې ته دشک په سترګه ګوري.

خودافغان ملت دګونديوغړي دلوري دغه ادعاوي په کلکه ردی شوی ،هغه زیاتوي دافغان ملت دګوند په رسمي نماینده ګې چاله عبدالله ملاتړندې کړي ، که شوی وي هغه تش په نوم افغان ملیتان دي چې دوی هیڅ نفوذ نلري.

بل لوري ته دداکترعبدالله دلومړي ورځي دکمپاین اغاز چې دملي سرود په ځای دخپل ګوند ترانه خلکو ته وړاندي کړه چې په دې سره

يوشمېرخلکواوسیاستوال  د داکترصیب دغه کړنې خوښه نه کړه

په هرترتیب داچې دولسمشرۍ دنوماندانوڅخه دولس اوسیاستوالوڅه هیلې اوتوقع دي اودنړېوالې ټولنې ترېنه څه توقع لري ؟

پدې سره يوشمېرکاندیدان په دوه کې حیران دي

دوی کوښښ کوي چې هم دولس ملاتړدځان سره ولري اوهم دنړېوالې ټولنې ملاټرراخپل کړي خويوشمېرسیاستوال بیا وايي ، چې که ولسمشرۍ ته نوماندان دولس ملاتړخپلوي بایددوی دامريکاسره دامنیتي تړون کې هغه غوښتنې اونقاط په نظرکې ونیسي چې دافغاستان په خیروي یاپه اصلاح دامنیتي تړون په اړه دولسمشرکرزي وروستی دريځ خپل کړي .

دامریکالوړپوړې چارواکې وايي، چې که ولسمشرکرزي امنیتي تړون لاسلیک نکړي کیدای شي راتلونکي ولسمشرامنیتي تړون امضاء کړي.

 په دې سره يوشمیرنوماندانوچې دنړېوالې ټولنې ملاتړخپل کړي واردمخه يې دامریکاسره امنیتي تړون لاسلیک کیدل غوره بللي ،له دې شمیرنوماندانويې يوقیوم کرزي،ګل اغاشیرزی دنړيوالورسینوسره په خبروکې منلی چې دوی تړون لاسلیکوي .

بل لوري ته بیا ولسي وګړي،يوشميرمخالفین اوسیاستوال وايي که چيرې دامریکاسره تړون لاسلیک شي نودوی به په انتخاباتوکې  برخه وانخلي.
نوپه همدې اساس داسې انګیرل کيږي چې که ولسمشرۍ ته نوماندان دامريکا ملاتړخپلوي نودوی مجبوردي چې امنیتي تړون اودهغوی غوښتنې ومنې ، اوکه دېته چمتونه شي نونړېوال ملاتړڅخه بې برخې کيږي نوهغه دچاخبره چې وايي يوخواډانګ اوبل خواپړانګ

پای

زاهدالله توحیدیار
۹۲۱۱۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x