ټولنیزه برخه

واړه ګناهونه سپک مه ګڼئ‎

محمودحقانى
زموږ د ټولنې هر وګړى په راز راز ستونزو کې ښکيل دى څوك اقتصادي څوك کورني څوك بدني څوك ژبني، او د هر يو دا کوښښ وي چې په عجلت او اسانۍ سره يې ختمې کړي خو له بده مرغه برلاسه کيږي پرې نه ځكه د دې ټولو ناورينونو، ناخوالو اساسي لامل مو يا په قصدي توګه هير کړی او يا مو ورته د خپلو ناغيړيو له امله پام نه دى کړى چې زما په اند هغه د خداى نافرماني او د هغه په خفه کېدو کې خپله خوښي لټول دي، په دې کې بيا خو موږ کله په داسې کړنو سره خداى ناراضه کړو چې په هغې كې د ښکليتوب نه پس موږ ته هم د ژور خفګان او د خپلې بدعملۍ احساس وشي او کله په داسې اعمالو سره ځان د خداى له در نه وشړو چې هغه موږ ته ګناه ښکاري نه حال دا چې هغه هم د خداى د قهر ذريعه ګرځي، دغه ډول واړه ګناهونه زموږ د بربادېدو سبب ځكه ګرځي چې ځان عاصي شمېرو نه او د همدې په پلمه د خداى در ته د توبې لپاره نه ورګرځو او زمونږ په ښکلي شريعت کې لکه څنګه چې د لويو ګناهونو نه ځان ساتنې تاکيد راغلى همدا راز د وړو ګناهونو نه هم شريعت په سختۍ سره ممانعت کړى دى، پيغمبرپاک صلى الله عليه وسلم خپلې خوږې مېرمنې عائشې رضى الله عنها ته توصيه کوي چې “اى عائشې ځان د وړو ګناهونو نه لرې وساته ځكه الله به ددې پوښتنه هم کوي” نبي عليه السلام ورته په داسې عمل سره ورته وصيت وکړ چې عموم کې د هغې نه عام خلك د غفلت په پردو کې پټ دي،

د پيغمبر له وفات نه وروسته انس رضى الله عنه وفرمايل چې ” تاسې خو داسې کړنې تر سره کوئ چې هغه به موږ د نبى عليه السلام په پېر کې د
هلاکونکو اعمالو نه شمېرلې”

انس رضى الله عنه دغه وينا په داسې وخت کې فرمايلې چې ډېرى صحابه او تابعين د ژوند په پسرليو کې روان وه که چېرې دې صحابي زموږ اعمال ليدلي واى نو بيا به يې څه فرمايل،،

راځئ چې د کبائرو ګناهونو نه ځان ساتنې سره سره ددې وړو ګناهونو نه هم ځان لرې وساتو ځكه د مومن شيوه دا نه ده چې ګناه ته نظر وکړي چې غټه ده که وړه بلکې د هغه فکر د خداى په رضا او ناراضتيا کې وي د همدې له امله بلال بن سعد رحمه الله فرمايي چې،، د ګناه وړوکوالي ته نظر مه کوه بلکې دې ته وګوره چې د چا نافرماني کوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x