د امام عثمان بن حکم او امام لیث بن سعد د روابطو د پرې کیدو کیسه

نوید صهیب
امام عثمان بن الحکم المصري (مړ۱۶۳ھ) لومړنی کس ؤ چې مصر ته یې د امام مالک فقهي اقوال راوړل.

هغه یو والامقام فقیه ؤ، خو د قضاء منصب یې قبول نکړ.

امام عثمان او د مصر بل ستر فقیه امام لیث ډیر نږدې ملګري وو، خو لیث د هغه په حق کې کوم بد کار ترسره کړ؟

د دوی ترمنځ د روابطو د پرې کیدو كيسه داسې رانقل شوې ده چې ابو جعفر منصور له لیث بن سعد څخه وغوښتل چې د مصر ولایت د واک واګې په لاس کې واخلي، خو لیث دا غوښتنه ونه منله، ابو جعفر منصور ورنه غوښتل چې یو بل څوک راوپیژنه، لیث ورته عثمان بن حکم وښود.

کله چې عثمان ته دا خبره ورسیده قسم یې وکړ چې له لیث سره به خبرې ونکړي.

[كتاب المعرفه والتاريخ فسوی]

هو، دا هغه کار ؤ چې زمونږ په زمانه کې احسان او مهربانی بلل کیږي، خو د هغوی په زما کې د راوبطو د قطعه کیدو سبب ؤ.

رحمهم الله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.