پر ملي ټلویزون د برید مسووليت داعش ډلې منلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت چاروکي وايي، نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي راډيو ټلويزون پر دفتر بريد کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.

خو د ملي راډيو ټلويزون سرچينې وايي، چې دغه بريد کې درې امنيتي سرتېري او دوه خبريالان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياندخوږياڼي رسنيو ته وويل، چې بريد له څو ساعته جګړې وروسته پای ته رسېدلی، درې بريدګر وژل شوي او يو يې د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندی نيول شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې دغه کې لاس لرل رد کړي  او داعش ډلې يې پړه منلې ده.

داعش ډلې ته نژدې اعماق خپرندونه ادارې ليکلي، دغه بريد داعش ډلې کړی دی.

داعش په دې وروستيو د ننګرهار په شينوارو او ځينو نورو ولسواليو کې فعاليتونه زيات کړي دي.

داعش له دې وړاندې هم په ننګرهار او پلازمېنې کابل کې داسې بريدونه کړي، چې قربانيان يې تر ډېره ولسي  او بې دفاع خلک وو.

وړم کال يې هم جلال اباد ښار کې يوې درنې چاودنې کې له اتياوو زيات ولسي خلک وژلي، له هغې وروسته يې کابل کې د هزاره ګانو پر سوله‌ييز لاريون هم ځانمرګي بريد کې نژدې پنځوس کسان وژلي وو. دوه مياشتې وړاندې يې کابل کې هم پر سردارد داود خان پوځي روغتون بريد لسګونو ډاکټرانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله اړولې وه

تېره مياشت امريکا په اچين ولسوالۍ د داعش پر مرکز د نړۍ تر ټولو ستر بم وغورځاو او د داعش د شپږ نوي جګړه‌ مارانو د وژلو ادعا يې وکړه، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي او کارپوهان د داعش پر ضد د امريکا مبارزه جعلي بولي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير او حاجي حضرت علي وايي، چې امريکا په لوی لاس د داعش  د پراخېدو لپاره په مستقيم او غير مستقيمه توګه تبليغات کوي او د فعاليتونو لپاره يې زمينه برابروي.

ظاهر قدير دا هم وايي، چې د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې پر مهال امريکايي ډرون پر طالبانو بريدونه کوي او  داعش ته د پرمختګ زمينه جوړوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.