نړۍ

کرزی نور د امریکا متحد نه دی

یو امریکايي سناتور وایی، چې دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د نه
پاملرنې له امله کرزی نور نو د امریکا متحد نه ګڼل کېږي.
سناتور مانچین له اوباماسره له خبرو وروسته پورته خبره وکړه.د امريکا دې
ډیموکرات سناتور زياته کړه چې امریکا په افغانستان کې ډېر مالی زیان
ګاللی دی، اوپه اړه دې يې غور وشی. دامریکا ځينې سناتوران وایی دوی به د
يوې پريکړه لیک پر اساس له خپل حکومته  وغواړي چې په افغانستان کې د
نظامي ځواکونو دپاتې کېدو مسله دي کنګرې  ته خوشي کړي
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د متعهدو ځوانونو د همغږۍ
ټولنې د اسلامي ویښتابه تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ویناوالو یاد تړون د
افغانستان او دسیمې دهیوادو پر تاوان وباله. د جګړې له پیله تر سږکاله، د
ځینو راپورونو پراساس شپږسوه میلیارده تاوان کړی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x