د هرات ولايتي شورا رييس په اته مياشتې تنفيذي بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د کابل استيناف محکمې د هرات ولايتي شورا رييس کامران عليزی په اته مياشتې تنفيذي بند محکوم کړی دی.

پر کامران عليزي تور دی، چې له خپلې دندې او واک څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د روان کال وري مياشت کې له درنو جرمونو سره د مبارزې قضايي مرکز  کامران عليزی په غياب کې په دوه نيم کاله بند محکوم کړی و، خو نوموړي دغه محکمه رد کړه او د استيناف غوښتنه يې وکړه.

استيناف محکمې نن په کابل کې د عليزي په حضور کې نوموړی په اته مياشتو بند محکوم کړ.

د استيناف محکمې قاضي وويل، که د هرات ولايتي شورا رييس پر دې پرېکړې ناخوښه وي، تميز محکمې ته دې مراجعه وکړي.

که څه هم کامران عليزی پر ده لګلېدلي تورنه ردوي، خو پر ده تور دی، چې تېر کال له خپلو ساتونکو سره  د هرات استيناف څارنوالۍ ته ننوتی و او يو تورن يې په زوره له ځان سره بوولی و.

دا لومړی ځل دی، چې د ولايتي شورا يو غړی له واکه په ناسمه ګټې اخيستو پر بند محکوميږي، خو له دې وړاندې د ملي شورا او ولايتي شورا غړي هم په ورته پېښو کې ښکېل بلل شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې رسنيو ګڼې داسې پېښې راخيستي، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي او نور زورواکان په لارو او واټونو کې عام خلک پر موټر ووهي، يا يې ساتونکي پر پوليسو بريد وکړي، خو تر اوسه هېڅ سر زوری نه دی محاکمه شوی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.