نظم/ حبيب الله تراب

حبیب الله تراب

ما لیدل دلته ژوندي خاورو کې خښ شول
بـلا هیلې او زړګي خاورو کې خښ شول
زه شاهد وم ، زه شاهد وم ، زه بـې وسه
د وطن خپل او پردي خاورو کې خښ شول

زما دومـره بې وسي وه
را پـه بـرخـه ناچاري وه
ددې ښار جنتي غیږ کې
د اورونـو پـریمانـي وه

دلته واک د داسې چا ده
په سینه کې یې زړه نه وي
په غرور باندې ډاډه وي
احساسات یې واړه مړه وي

داسې خلک حاکمان دي
داسې خلک واکداران دي
د ملت په وینو مست دي
د مظلومو خون خواران دي

دلته خپل حق تر حقدار نه رسیږي
د ژوند غوټۍ تر بهار نه رسیږي
دلتـه مـجرم ته سزا نه ده ورته
دلته پـرهـر تر قرار نه رسیږي

دلته چې ژبه لري سر نلري
سترګې یې مه بوله نظر نلري
دلته ثواب او ګنا دواړه یو دي
ټول کاڼه شوي څوک خبر نلري

چې په دې ښار ولې اورونه اوري
په رڼا ورځ پرې ماښامونه اوري
دلتـه لـه وینـو ډک رودونه روان
دلته له پاسه پرې بمـونـه اوري

منم چې تاسو له دې غم بې غم یاست
له دې ناورین او له ماتم بې غم یاست
تـاسې اوسیږئ د هـوا پـه غیـږ کې
تاسې له درد او له ستم بې غم یاست

تاسو له ژوند څخه مزې واخیستې
تاسو بې کوره کړو ، او تاسو مو حجرې واخیستې
زمونږه کډې مو را بار کړې د ژوندون له ښاره
مونږه په ژوند له خپله ژونده جنازې واخیستې

دا درته وایم د ښه بد حساب شته
د حق غوښتونکي ته د حق جواب شته
په دې ډاډه شه حبیب الله ترابه
چې پس له مرګ کتاب شته



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.