د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه خپل زوی ته د يو پوهاند پلار سپارښتنې

ژباړه، ترتیب او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

– اې زویه! ګوګل، فېسبوک، ټويټر، واټساپ او نورې ټولنیزې شبکې یو ژور او څپان دریاب ته ورته دي؛ د ډېرو وګړو او ښځو اخلاق او خویونه یې له ستونې تېر کړې دي. ډېری د عقل او پوهي څښتنان: زاړه، واړه او ځوانان په کې ښکېل دي؛ خود ډېرو حیاناکو وګړو حیا، دتاندو ماشومانو ادب او د ډېرو پتمنو ښځو پت د همدې دریاب د څپو ښکار شوی. ډېرو لامبوزنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ورکوي یې. پام، چې خپل زرین وخت په کې بې ځایه و نه بایلې، بلکې د شاتو د مچیو په څېر په هغه پاڼو کېنه، چې ته هم ګټه ترې واخلې او نورو ته هم ګټه ورسوې★

– اې زویه د مچ په څېر په هر ناپاکه څيز مه بوڼېږه، چې څوک در نه نفرت وکړي★

– اې زویه! انټرنټ یو ستر بازار دی، هر څه په کې شته؛ خو توکې یې مفت او وړیا نه تر لاسه کېږي، بلکې ځنې تجاران یې خپل توکې د اخلاقو د فساد په بدله پلوري، ځينې یې د کوټه او ناولو فکرونو د منلو په عوض پلوري، ځینې یې و ناسمو عقیدو ته د ژمنتیا په بدل پلوري، ځینې له همدې لارې شهرت تر لاسه کول غواړي او ځيني نور بیا نېکان دي د ښو کړنو، اخلاقو او سوچه فکرونو له پلوه ښه بډای دي، له همدې وګړو نه د خپل ژوند اړین توکې و پېره★

– اې زویه ډېر تړونې مه پرانیزه؛ ځکه ځیني یې داسې دامونه دي، چې د انسان د وژنې، فکري، روحي ناروغیو او د عقیدوي انحراف لامل کېږي★

– اې زویه! د شریعت له پلوه ناروا او ناوړه څېزونه مه نشروه؛ د وخت زرینې شېبې عبث اوبې ګټې مه پرې بایله؛ ځکه د همدې رسنیو بوختیا به ستا د ښو یا بدو تله درنوي. د هغوی په پرده خپله بوختیا مخکې لا ارزوه، چې څه باید تر سره کړم★

– اې زویه! – وړاندې له دې چې تبصره یا تعلیق (کمینټ/ځړونه) وکړې یا یو څه له چا سره شریک کړې – فکر وکړه، چې ستر څښتن (جل جلاله) به په دې کړنه رانه خوښ او که ناخوښه شي★

– اې زویه! پام، چې دیادو شبکو په نا لیدلو دوستانو ډېر باور و نه کړې او نه باید د هغوی د لیکنو له امله تېر ویستی شې؛ ځکه هغوی نامعلومه دي، انځورونه یې جعلي دي، ، لیکنې یې جذابې او تېر ویستونکې دي، له ورایه ښه خواږه او د راڼه دريځ څښتنان څرګندېږي؛ خو په حقیقت کې درواغو ته د رښتیا جامه ور اغوندي. په ښکاره ډېر ښکلي؛ خو په عمل کې ناولي وي. په ښکاره ښه دینداره؛ خو په حقیقت کې زیات بې دینه وي. په ښکاره ښه مېړني؛ خو په باطن کې زښت نامړده وي. له ورایه ډېر زړور؛ خو په حقیقت کې سخت بزدله وي. په ښکاره دي دوستان؛ خو په پټه دي د سر دښمنان وي. په لږ شمار وګړي به له یادو خویونو نه ګوښي وي★

– اې زویه! که یو چا در باندې بې ځایه نيوکه وکړه، وې ښکنځلې، ستغه او زيږه ژبه یې درته وکاروله ته یې له نیوکې او ښکنځلو ډډه وکړه؛ ځکه خلګو ته به ته هم د هغوی په څېر ښکارې★

– اې زویه! ته پوهېږې، چې د لوی الله (جل جلاله) څارونکي ملائکه ستا ټول کړه وړه څاري او لیکي یې، بیا به الله پاک د هرې کړنې، کتنې، اورېدنې او لیکنې در سره حساب کوي★

– اې زویه! ډېر چې ترې وېرېږم هغه دا چې د انټرنټ په نړۍ کې به د حرامو انځورونو، ویډیوګانو او لڅو فلمونو نه ځان خوندي نشې کړای، که له دې وژونکي دام نه ځان وژغورې او په سمه توګه ترې ګټه پورته کړې او د دین په ګټه نشریات وکړې، نو په رښتیا به مأجور او د ثواب جوګه وګرزې. که دي خپل نفس د خواهشاتو او هوسیاتو ښکار کړ، پوي شه چې د دوزخ اور ډېر سوزونکی او دردونکی دی★

– اې زویه! د انټرنټ په مخ ناست شیطان تا له دوه لارو تېر باسي: لومړی و شهوت امېزه څېزونو ته د بلنې له لاري، دوهم: د غفلت او عبث وخت تېرولو له لارې. انټرنټ ستا د ګټې او خدمت له پاره پنځول شوی، په سمه توګه ګټه ترې واخله★

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

رښتیا د ټولنیزو شبکو مینه واله! د انټرنټ په نړۍ کې ستا لاندې په لیکه غړي کار کوي: ذهن، ژبه، سترګې، غوږونه، او ګوتې. ته چې دې نړۍ ته سر ور ښکاره کړې نو ذهن په څه بوخت ساتې؟ د اسلام د مبین دین او مسلمانانو په ګټه؟ که د هغوی په خلاف؟

تا ذهن د روا موخو له پاره په کار اچولی؟ که د ناروا او ناوړو هدفونو له پاره؟

ژبه دي د قران، حدیث دعوت الی الخیر او نورو اړینو موخو له پاره خوځېږې؟ که د مسلمانانو د ضرر، ښکنځلو، سپکولو او دردولو له پاره؟

سترګې دي د اسلام، اسلامي ارزښتونو او مسلمانانو په ګټه څار کوي؟ که د هغوی په زیان؟

غوږونه دي د اسلام، اسلامیاتو او دیني څيزونو اورېدو ته وقف کړي؟ که د شیطان او طاغوت د خوښۍ په موخه ترې ګټه پورته کوې؟

ګوتې د حق د بریا، د دیني ارزښتونو د حمایت او د مسلمانانو د ګټو له پاره خوځوې؟ که د باطل د پرمختګ او ملاتړ، د اسلامي نوامیسو د سپکاوي او د مسلمان ملت د هر اړ خیزه زیانونو له پاره؟

دا راز ستا ورځنی لګښت د ستر څښتن د خوښۍ په موخه ده؟ که د هغه (جل جلاله) د ناخوښۍ، د شیطان او سرکشه نفس د خوښۍ له پاره؟

ښکاره ده، که د لومړۍ تګلارې لاروی یې، نو د الهي لارښوونو او د نبوي ملغلرو له سپارښتني سره سم دا لاره د جنت ده. که د دوهم کرغېړن مسیر پیروی یې؛ نو دا لاره و دوږخ ته د ننوتو یوه باوري لاره ده. (إلاّ ما رحم ربي).

د کائناتو خالق د یادو حواسو او غړیو په اړه رانه پوښتنه کوي، هغه (جل جلاله) فرمایلي:

{إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا}

ژباړه: هرو مرو له غوږونو، سترګو او زړه، له هر یوه نه پوښتنه کول کېږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.