
د افغان کرکټ نولس کلنه لوبډله نن اماراتو ته ځي
د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله د نولس کلنو نړېوال جام سیالیو کې دګډون لپاره نن متحده عربي اماراتو ته ځي.یادې لوبې د فبروري په پنځلسمه پیلیږي.د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، چې افغانستان د دې لوبو لپاره پوره چمتوالی لري.د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ډلې تر دې مخکې پاکستان سره په وروستۍ یوې ورځنۍ لوبه کې د دې هېواد ټیم ته ۲۱۴ د منډو په توپیر سره سخته ماتې ورکړه.