په اماراتو کښي د افغان زده کوونکو ستونزې او دحل لارې

د نوي تعلیمي نظام اړتیا

شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړه: محب الله وثیق

شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله څه موده مخکې په یوه ستره غونډه کې د دیني مدارسو د ارتقاء، میتود او د موجوده تعلیمي نظام په اصلاح او اړتیاوو تفصیلي بیان وکړ، د نوموړي بیان په دې برخه کې خورا ارزښت درلود چې پښتو ژباړه او لنډیز ستاسو مخې ته ږدو:

تاسو خبر یاست چې د پاکستان تر جوړېدو مخکې په هندوستان کې درې ډوله تعليمي نظامونو وجود درلود. يو يې د دارالعلوم ديوبند تعليمي نظام، دویم عليګړهـ او درېم د ندوة العلماء تعليمي نظام و. خو زما یاد دی چې حضرت والد صاحب په ۱۹۵۰ م کال کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل «چې د پاکستان د جوړېدلو ورسته په حقیقت کې موږ نه علیګړهـ ته ضرورت لرو، نه ندوة العلماء ته ضرورت لرو او نه دارالعلوم دیوبند ته اړتیا وینو. بلکې موږ یو داسې تعلیمي نظام ضرورت دی چې زموږ له متقدمینو اسلافو له طرز سره مربوط او تړلی راروان وي.»

په ښکاره خو دا خبره ډېره عجیبه ده چې د دارالعلوم دیوبند مستند مفتي اعظم او د همدې ادارې یو عمده شخصیت وایي چې موږ دیوبند ته ضرورت نه لرو، بلکې موږ یو بل تعلیمي نظام ته ضرورت لرو. دا په حقیقت کې یوه ډېره ژوره او عمیقه خبره ده چې موږ یې د سوء فهم له کبله زیاتره په غلط فهمي کې مبتلا کیږو، هغه دا چې په هندوستان کې چې هغه مهال کوم تعلیمي نظامونه جاري و هغه فطري نظامونه نه و، بلکې هغه د انګریزانو د راوړل شوی تعلیمي نظام پایله او د هغوي د سازشونو په وړاندې د غبرګون او رد عمل په نتیجه کې منځ ته راغلي و. موږ که د مسلمانانو د پخوانيو تعلیمي نظامونو په اړه غور وکړو نو هلته د مدرسې او سکول تر منځ تفریق موجود نه و، هلته له پیله رانیولې بیا د انګریزانو تر سلطې پورې مسلسل دا طریقه وه چې هلته به دیني او عصري علوم هم مهاله په یوه اداره کې تدریسېدل.

موږ او تاسې پوهیږو چې شریعت کوم قوانین مقرر کړي د هغه له مخې د هر شخص عالم جوړېدل فرض عین نه بلکې کفايي فرض دی، که په سیمه کې کوم عالم پیدا شي نو د نورو له غاړې یې فرضیت ساقطیږي لیکن د دین بنیادي معلومات او پوهاوي ترلاسه کول فرض عین دي، د اسلافو د مدارسو نظام داسې عیار شوی و چې فرض عین تعلیم به بې له کومه امتیازه هر مسلمان ترلاسه کاوه، البته چا چې به په دیني علومو کې تخصص کاوه یا به یې په عصري علومو کې د تخصص اراده درلودله د هغو لپاره ځانکړي فرصتونه او مواقع په نظر کې نیول شوي و.

تېر کال زه او زما مشر ورور مفتي محمد رفیع عثماني صاحب په مراکش(Moroccoo) کې و، هلته یو ښار د فأس په نامه دی، چېرته چې د «جامعة القرویین» په نامه ستره جامعه/پوهنتون کار کوي، چې د تاریخ له قدیمي جامعاتو څخه شمېرل کیږي، موږ که د اسلامي تاریخ جامعاتو ته ځغلنده کتنه وکړو نو موږ څلور جامعې/پوهنتونونه درلودل، یوه یې جامعة القرویین، دوهمه یې جامعة الزیتونه په تیونس کې، درېیمه الازهر په مصر کې او څلورمه یې دارالعلوم دیوبند ده، چې تاریخي ترتیب یې هم په همدې بنیاد دی. په دغو جامعاتو کې د تاریخ له لحاظه تر ټولو مخکینۍ جامعه د مراکش په ښار فأس کې واقع جامعة القرویین ده چې په درېیمه پېړۍ کې یې اساس اېښودل شوی. تر اوسه -زما په نظر- تر هغه مخکې کوم داسې ترتیب وجود نه درلود نو ویلای شو چې دا نه یوازې د اسلامي تاریخ بلکې د نړۍ تر ټولو قدیمه جامعه ده.

ددې جامعې د تاریخ په کتابچه کې دا خبره لیکل شوې چې هغه مهال چې په دې جامعه کې د اسلامي علومو لکه تفسیر، حدیث او فقهې سربېره طب، ریاضي او فلکیات چې موږ یې عصري علوم بولو هم تدرسېدل. ابن خلدون، ابن رشد،قاضي عیاض او زموږ زیات اکابرو په همدې جامعه کې تدریس کاوه. هلتته دا هم ثبت دي چې دا هغه ځای دی چېرته چې ابن خلدون درس ورکاوه، دلته ابن رشد تدریس کاوه او دلته قاضي عیاض درس ورکاوه او دلته ابن عربي مالکي درس ورکړی دی. ممکن کوچنۍ مدرسې او درسګاوې به هر ځای وې خو جامعة القرویین هغه مهال یو بنیادي حیثيت درلود چېرته چې ټول عصري او دیني علوم تدریسېدل. په دې جامعه کې اوس هم د دریمې او څلورمۍ پېړۍ د سائنسي اختراعاتو نمونې او د فارغینو د ایجاداتو بیلګې پرتې دي.

دا هغه جامعه وه چېرته چې د اسلامي علومو بادشاهان هم پیدا کېدل، او د ابن رشد په شان فلاسفه هم. ځکه هلته نظام دا ډول و چې فرض عین علم به ټولو ته یو ځای ورکول کېدی له هغه ورسته که چا په دیني علومو کې تخصص کاوه هغه به د دینې علومو درسګاه ته تلی، چا چې په طب کې تخصص کاوه هغه د میډیکل کلاس کې برخه اخسته او چاچې په ریاضي او انجنئېرنګ کې سپېشلائزېشن کاوه هغوی به اړونده څانګو ته حاضرېدل. ورته نظام د تیونس په جامعة الزیتونه او د مصر په جامعة الازهر کې هم و، هلته هم د دیني او عصري تعلیم سلسله داسې روانه وه.

که د تاریخ پاڼې وپلټئ نو تاسې به ووینئ چې قاضي عیاض چې د حدیث او سنت امام و او ابن خلدون چې د فلسفې او تاریخ امام و، د هغوی حلیه سره ورته وه، په ښکاره یې څه توپیر نه تر سترګو کېده چې دا دیني عالم او بل یې د عصري علوم ماهر دي، ځکه د دواړو ظاهري بڼه، لباس، ثقافت، د تکلم او زندګي طرز او میتود کې کوم توپیر نه و. که تاسو د مشهورو اسلامي سائنس پوهانو لکه فارابي، ابن رشد، ابوریحان البیروني حلیه مطالعه کړئ او د هغه مهال د مفسرینو، محدثینو او فقهاو حلیه وګورئ نو کوم توپیر به پکې ونه وینئ، که به محدث لمونځ کاوه مهندس/انجینئر به هم کاوه، که به فقیه د لمانځه او روژې په مسائلو پوهېده ریاضي دان او فلکپوه به هم پرې علم درلود، بنیادي اسلامي تعلیمات چې د هر انسان په ذمه فرض دي د هغه په زده کړه کې به ټول سره مساوي و.

بالاخره د دیني او عصري علومو ترمنځ تفریق هغه مهال رامنځ ته شو چې انګریزانو باقاعده د خپل سازش او پروګرام له مخې دیني علوم له ادارو څخه وایستل، هغه مهال زموږ اکابرین او اسلاف مجبور شول چې لږ تر لږه هغه علوم چې کفایي فرض دي د هغو ساتنه او حفاظت وکړای شي نو یې د دارالعلوم دیوبند بنیاد کېښود چې الحمدلله په دې برخه کې یې دومره کار وکړ چې په تاریخ کې یې ساری مشکل دی، خو یاد ولرئ چې دا یو «مجبوریت» و.

اصل حقیقت هغه و چې په جامعة القرویین کې و، په جامعة الزیتونه کې و او د جامعة الازهر په ابتدائي حالاتو کې وو. که رښتیا هم موږ یو اسلامي ریاست درلودای او په ښه توګه په هغه کې د اسلامي قوانینو اجراء شوې وای نو موږ نه د علیګړهـ ضرورت درلود، نه مو ندوې ته ضرورت درلود او نه مو دیوبند ته ضرورت درلود، بلکې موږ جامعة القرویین او جامعة الزیتونه په څېر دداسې جامعاتو/پوهنتونونو اړتیا ده چې ټول علوم یو مهال او یو ځای پکې تدریس شي. ټول د دین په رنګ رنګېدلي وي، هغه که انجینر وي که ډاکټر وي او که د یوې بلې شعبې سره تړاو لري.

لیکن متأسفانه په موږ داسې تعلیمي نظام مسلط کړل شو چې پرته له دې چې موږ ته یې ذهني غلامي راوښودله بل یې هیڅ راونه ښودل او زموږ څخه یې غلامان جوړ کړل، اکبر اله آبادي ښه ویلي و چې:

اب علی گڑھ کی بھی تم تمثیل لو

ایک معزز پیٹ تم اس کو کہو

هغوی یوازې د ګېډې د ډکولو لپاره دا تعلیمي نظام راباندي وتپی چې په پایله کې یې د مسلمانانو پوره تاریخ او ټوله ورثه تباه او له منځه لاړه.

نتیجه دا شوه چې د موجوده تعليمي نظام دوه ستر فرقونه ښکاره شول، لومړی دا چې د اسلامي تعلیم د نشتوالی له کبله د فرض عین علم هم ختم شو، د سکول، کالج او پوهنتون زیاتره زده کونکي په دې خبر هم نه دي چې په دین کې فرض څه شی دي؟ دوهم دا چې دوی ته داسې افکار دیکته شول چې که عقل او ترقي غواړې نو خامخا به لویدیځ ته ګورې. ثقافت یې بدلون وموند، هغوی فکر درلود چې که پرمختګ غواړې نو پرمختګ یوازې او یوازې په غربي افکارو، غربي طرز او غربي چاپېریال کې ترلاسه کېدای شي او بس.

د افسوس خبره لا دا چې ددې ادارو څخه چې کوم ګریجویټ، ډاکټر او پروفیسر را ووتل هغوی تل دا تور لګوي چې تاسې د اجتهاد دروازه وتړله، اجتهاد نه کوئ په داسې حال کې چې فقه او سنت کې اجتهاد ستره پدېده ده؟

هغوی ته وایو چې په هغه ډګر کې چې د اجتهاد دروازه څلور طرفه خلاصه ده چې هغه سائنس، ټکنالوژي، ریاضي او عصري علوم… ددې نوي تعليمي نظام په برکت تاسې ولې هغه کسان پیدا نکړای شول چې د لویديځ مقابله وکړای شي؟! تاسو ولې داسې مجتهدین پیدا نکړل چې په طب، ریاضي او سائنس کې یې نوي منزلونه طې کړي وای؟! چیرته چې د اجتهاد دروازه خلاصه ده، هلته خو مو اجتهاد ونه کړ او چېرته چې قران او سنت حدود مقرر کړي چې په حدودو کې دننه اجتهاد کوئ، بیا مو شکایت وي چې علماوو راباندې د اجتهاد دروازه بنده کړې ده.

څو ورځې مخکې یو ملګرې ویډیوي کلیپ راولیږی چې یو څوک له دیني عالم څخه پوښتنه کوي چې مولانا! که د علماو دیني خدمات یو طرف کښیږدو، دا څه علت دی چې په علماو کې یو سائنس دان هم پیدا نه شو؟ نه کوم ډاکټر پیدا شو؟ او نه یې کوم ایجاد وکړ، په دې اړه علماء څه ځواب لري؟

که فکر وکړو نو دا سوال خو یې باید له ځانه کړی وای چې آیا زما په تعلیمي نظام کې یو مجتهد پیدا شو چې نوی ایجاد وکړي؟ خو هلته د اجتهاد دروازه داسې سخته بنده کړې ده چې څه انګریز وویل، هرڅه چې غرب وویل هغه مو نظریه ده، هغه چې کومه دوا وښایي هغه دوا ده، هغه که د کوم شي په اړه ووایي چې دا د صحت لپاره زیانمن دی نو فورا د هغه اقتداء کوو. د بېلګې په توګه د هګۍ د ژېړو په اړه له کلونو راهیسې دا ویل کیدل چې دا کولیسټرول پیدا کوي او د زړه ناروغي ته تاوان رسوي، خو نن طبي متخصصین وایي چې د هګۍ ژړ وخورئ هیڅ مشکل نه لري، ولي؟ ځکه چې د غرب څخه دا پیغام راغی او تاسې قبول کړ.

زموږ په هیواد کې زیات شمېر نباتات او بوټي شته تاسو به تر اوسه کوم څېړنه او تحقیق پرې کړی و چې دا د فلاني مرض دوا ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کلونجي ګټې بیان کړې دي، آیا تاسو یوه په دې تحقیق کړی چې په دې کې کومې فائدې دي؟ هلته خو د اجتهاد دروازه بنده ده، او چیرته چې د قرآن او سنت خبره ده هلته وایی چې دا ذهني غلامي ده چې موږ یې تر دې نتیجې را ورسولو.

دوهم دا چې تصورات بدل شول، مخکې د علم تصور یوه معززه پدېده وه، چې د معاشرې او خلکو خدمت یې بنیادي مقصد و د هغه په څنګ کې که به کومه معاشي ګټه ورته ورسېده هغه یو ثانوي حیثيت درلود، لیکن نن مقاصد سرچپه دي، د علم ستر مقصد د پیسو ګټل دي، او د علم مقصد دا ګرځېدلی دی چې د خلکو له جیبونو څخه پرې زیاتې پیسې راوایستل شي. تاسو وینئ چې په موجوده دور کې څومره خلک زده کړي کوي، ماسترۍ کوي، دکتوراوې کوي، ډګریانې او سندونه اخلي، خو که څوک پوښتنه ځینې وکړي چې د څه لپاره یې وایي؟نو فورا به جواب درکړي چې ښه کېرئر ولرم او ښه وظیفه تر لاسه کړم ترڅو زیاتې پیسې وګټم. دا چې د علومو له زده کړې ورسته څنګه د خلګو خدمت وکړم؟ ددې تصور په موجوده تعلیمي نظام کې نه لرو. چې پایله یې دا شوه چې ټول په مادي منافعو پسې ځغلي، د دین او ملت غم له چا سره نشته، نه د مخلوق د خدمت کومه جذبه پاتې شوه، بلکې شپه او ورځ په دې فکر کې مشغول وي چې څنګه زیاتې پیسې تر لاسه کړم که د هغه لپاره د غلا، ډاکې او بله نامشروعه توګه په مخه ورځي هم مخ نه ترې اړوي.

تاسو راته ووایاست! چې دا د موجوده تعلیمي نظام په برکت کوم خلک تیاریږي هغوي د مخلوق څومره خدمت کړی؟ څومره خلکو ته یې ګټه رسولې؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم خو ددې دعا تلقین کړی چې : (اللهم لا تجعل الدنیا اکبر همنا، ولا مبلغ علمنا، ولا غایة رقبتنا) اې الله! دنیا داسې مه راته ګرځوه چې هر وخت مو په هغه کې فکر بند وي، او نه دا چې د علم ټوله سرمایه مو دنیا وګرځي، او نه دا چې د ټولو رغبتونو او شوقونو مرکز مو دنیا وګرځي. خو د افسوس ځای دا چې دې تعلیمي نظام زموږ هر څه سرچپه کړل.

حضرت والد صاحب چې کومه خبره کړې وه منشأ یې دا وه چې د انګریزانو له غلامۍ ورسته چې د تعلیم نظام سرچپه شوی و هغه بېرته خپل پخواني شکل ته وګرځي کوم چې په جامعة القرویین کې وه، هغه لار چې جامعة الزیتونه پرې تګ کړی او هغه «ابتدائي مراحل» چې جامعة الازهر درلودل، د ابتدائي دور خبره ځکه کوم چې جامعة الازهر هم اوس هغه حالت باندې پاتې نه ده، نو موږ که په حکومتي سطح ونه شو کړای چې هغه غوندي نظام نافذ کړو نو لږ تر لږه د دارالعلوم دیوبند نظام ساتنه او تحفظ خو وکړو چې لله الحمد د هغه لپاره مدارس قائم شول تر څو چې مو په حکمرانانو او حکومتي نظام باندې اعتبار نه وي موندلی تر هغه پورې به د مدارسو پوره ساتنه کوو، مدارس به هغه شان په برقرار پاتې وي کوم چې زموږ د دیوبند اکابرو ساتلی و، خو موږ غواړو چې قوم مو اهسته- آهسته هغه لمړني حالت ته وګرځي.

زه اکثر په مواعظو کې وایم چې موږ الحمدلله نور په کافي شمېر مدارس لرو، ټول مدارس د فرض کفایې تعلیم ورکوي، که ددې مدارسو کې د متعلیمنو شمیر له نورو ادارو سره پرتله کړو نو په مشکل به یو فیصد ترې جوړ شي، لیکن ۹۹ فیصده متعلمین چې کومو ادارو کې زده کړې کوي د انګریزانو ذهني غلامان ترې جوړېږي.

د خدای لپاره دا قوم مو د انګریزانو د ذهني غلامي څخه وباسئ، موږ آزاد قوم یو او آزاد فکر لرو، موږ د خپل رهبر نبي کریم صلی الله علیه وسلم مفکوره لرو، او دا فکر چې هر څه به مو د غرب په تقلید وي، په غربي افکارو خپلولو سره پرمخیون کولای شو، دا فکر له منځه یوسئ او په نوي نسلونو کې مو اسلامي ذهنیت او تفکر داخل کړئ. د یادونې وړ ده چې د لویدیځوالو هره خبره بده نه ده، ځینې یې ښې هم دي، موږ که د (خذ ما صفا دع ما کدر) په اصولو عمل وکړو، نو ممکن دا بېړۍ مو تر ساحله ورسي.

اقبال مرحوم کله نا کله داسې تبصره کوي چې د پوره قوم لپاره د لارې مشال وي، دا چې غرب د مادي ترقي په ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډګر کې څنګه تر دې ځایه ورسېد د هغه په اړه یې یو څو اشعار ویلي چې د یادولو قابل دي، نوموړی وایې:

قوت مغرب نہ از چنگ و رباب – نے ز رقص دختران بے حجاب

نے ز سحر ساحران لالہ روست – نے ز عریان ساق و نے ز قطع موست

قوت مغرب از علم و فن است – از ہمیں آتش چراغش روشن است

د لویدیځ بریا نه په چنګ و رباب (د موسیقي آلاتو) کې ده، او نه هم د بې پرده ښځو په نڅا کې ترقي نغښتې ده.

نه له دې چې هلته حسینې میرمنې لوڅ ځنګنونه ګرځي او نه یې په دې ترقي کړې چې ویښتان پرې کړي ګرزي، بلکې غرب چې کومه ترقي کړې هغه یې د علم او فن په مټ کړې، او له هاغه اوره یې څراغ روښان دي، په پای کې یې خوندور شعر ویلی چې :

حکمت از قطع و برید جامہ نیست – مانع علم و ہنر عمامہ نیست

حکمت او پوهه د جامو په تراش او ترخځو کې نه ده، او نه هم دستار د علم و هنر مانع دی، خو تاسې چې دا فکر کوئ چې لوېدیځ په همدې باندې پرمختګ کړی او قوت یې تر لاسه کړی دا فکر مو غلط دی او نور ددې فکر په وجه خپل نسلونه د تباهي له کندې څخه وژغورئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.